دایکندي ولایت: د رباط - میرامور اسفالټ سړک رغنیزې چارې ۵۷ سلنه کاري پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۵:۴۲
دایکندي ولایت: د رباط - میرامور اسفالټ سړک رغنیزې چارې ۵۷ سلنه کاري پرمختګ لري

دا سړک چې ١٢.١٤٢ کیلومتره اوږدوالی، ٦ متره پلنوالی او د سړک دواړه غاړو ته دوه متره پلي لارې لري، د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ له رباط بازار څخه پیل او د دې ولسوالۍ تر اسیپلان سیمې پورې غځيږي.

دسړک دا پروژه، د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوي ودانیز شرکت سره تړون شوي، چې ټول مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دې پروژې د رغنیز کار په بهیر کې، د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې چې د چارو له بشپړېدو وروسته به یې، د میرامور ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزي تر ډیره هواري شي.

ټولګټو وزارت د متوازنې پراختیا اصل ته په پام سره په دې ولایت کې د اسفالټ یا پخو سړکونو تر څنګ د جغلي او کانکریټي سړکونو ګڼې پراختیایي پروژې لري چې د چارو له بشپړېدو سره به یې د اوسېدونکو ډېرې ټرانسپورټي ستونزې هوارې شي.

10 months 2 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

کار اعمار لات اول سرک پروان–کوه صافی به طول ۲۰ کیلومتر جریان دارد

وزارت فواید عامه ا.ا.ا کار اعمار لات اول سرک پروان–کوه صافی به طول ۲۰ کیلومتر را در ولایت پروان به ارزش بیش از ۶۴۱.۶ میلیون افغانی با سکتور خصوصی قرارداد نموده است و اکنون کار  این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

تأکید وزارت فواید عامه بر تسریع کار پروژه ترمیم سرک غزنی–شرنه

محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، معین حفظ و مراقبت سرک‌های وزارت فواید عامه ا.ا.ا،مسوول شرکت قراردادی فردوس هیواد و راشد رحیم‌زی را به دفتر خود فراخوانده و در مورد تسریع جریان کار پروژه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

وزیر وزارت فواید عامه با سفیر ترکمنستان در کابل دیدار نمود

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر وزارت فواید عامه ا.ا.ا، با محترم خواجه عوضوف سفیر ترکمنستان مقیم کابل در دفتر کارش دیدار نمود و دو طرف در مورد همکاری‌های مشترک اقتصادی، تجارتی و. . .

BACK TO NEWS