د منځنۍ  آسیا له جنوبي اسیا سره داوسپنې پټلۍ د نښلولو کریدور دکاري ډلو څلورمه  ناسته  دافغانستان له لارې تر سره شوه.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۷ - ۱۵:۲
د منځنۍ  آسیا له جنوبي اسیا سره داوسپنې پټلۍ د نښلولو کریدور دکاري ډلو څلورمه  ناسته  دافغانستان له لارې تر سره شوه.

د منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره د اوسپنې پټلۍ دنښلولو کریدور د کاري ډلو څلورمه ناسته د افغانستان له لاری په ۷ دسمبر ۲۰۲۱ د ازبکستان په کوربتوب د تاشکند په ښار کې ترسره شوه

په دی ناسته کې د روسیې د فدرالي هیوادونو  استازو ( قزاقستان ازبکستان)  افغانستان او پاکستان هیوادونو ګډون کړی وو.

چي  د افغان هیئت مشري د افغانستان د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت دتخنیکي معینیت سرپرست ښاغلي سید ادریس میر کوله.

د نقشې له مخې د هغې لارې چي د  ۲۰۲۱  د فبروري میاشت کې د افغانستان، پاکستان، او ازبکستان ترمنخ تړون شوی وو درې ناستې د کریدور د کاري ډلو لخوا ترسره  شوې  وې.

ددې کاري ډلو په څلورمه ناسته کې ددې مهم کریدور دسیمییز اهمیت ته په کتلو سره روسیې او قزاقستان هم ددې کریدو د تطبیق لپاره دګډون چمتووالی وښود.

ددی ناستې ګډونوالو د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا داوسپنې پټلۍ د نښلولو د کار دعملي کولو سره په څنګ کې دا تفاهم وکړ چي د افغانستان په قلمرو کې د تخنیکي او اقتصادي اړخه د یو مناسب مسیر ټاکلو لپاره ددې کریدور دشاملو هیوادونو لپاره یو مشترک تخنیکي تیم د نظر وړ مسیرونو څخه لیدنه وکړي او یو وړ مسیر ورته وټاکي.

همدا رنګه په دې ناسته کې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د اوسپنۍ پټلۍ نښلولو کریدور دچارو د پرمخ وړلو لپاره په نقشه کې نوې لاره وروستۍ او پریکړه وشوه  چي د افغانستان دولت به دغه مشترک تیم ته دافغانستان په قلمرو کې د لیدلو زمینه برابره کړي  او د یاد کریدور د همغږي او دچارو دچټک پیل کولو لپاره باید یو ګډ دفتر د کابل په ښار کې جوړ شي او دکاري ډلو نورې وروستۍ ناستې ترسره شي :

دټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر

10 months 2 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

کار اعمار لات اول سرک پروان–کوه صافی به طول ۲۰ کیلومتر جریان دارد

وزارت فواید عامه ا.ا.ا کار اعمار لات اول سرک پروان–کوه صافی به طول ۲۰ کیلومتر را در ولایت پروان به ارزش بیش از ۶۴۱.۶ میلیون افغانی با سکتور خصوصی قرارداد نموده است و اکنون کار  این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

تأکید وزارت فواید عامه بر تسریع کار پروژه ترمیم سرک غزنی–شرنه

محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، معین حفظ و مراقبت سرک‌های وزارت فواید عامه ا.ا.ا،مسوول شرکت قراردادی فردوس هیواد و راشد رحیم‌زی را به دفتر خود فراخوانده و در مورد تسریع جریان کار پروژه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

وزیر وزارت فواید عامه با سفیر ترکمنستان در کابل دیدار نمود

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر وزارت فواید عامه ا.ا.ا، با محترم خواجه عوضوف سفیر ترکمنستان مقیم کابل در دفتر کارش دیدار نمود و دو طرف در مورد همکاری‌های مشترک اقتصادی، تجارتی و. . .

BACK TO NEWS