د هیواد د لويو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت:
بدخشان: په دغه ولایت کې، د ارغنچخواه، راغستان، کوهستان، ياوان، شهر بزرگ او یفتل ولسوالیو مسیرونه د واورو له امله د ترافیکو پرمخ بند دي همدارنګه د تخار - بدخشان عمومي مسير هم د ورستيو اورښتونو له امله د ترافیکو پرمخ موقتاً بند دی، چې دا مهال یې د پاکولو چارې جریان لري.
د سالنګونو لویه لار: نن ورځ په سالنګونو کې هوا وریېځ ده او یاده لویه لار د ترافیکو پرمخ خلاصه ده.
دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له جنوب څخه شمال لوري ته تګ کولی شي.
ميدان وردګ: د دغه ولایت د حاجګک کوتل مسیر د پاک کاري چارې جریان لري او د ياد ولايت اړوند نورې ټولې لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستې دې.
کونړ: د دغه ولايت اسعدآباد - جلال اباد مسیر کې د سیلابی موادو او شولډرونو پاک کاري جریان لري، دياد ولایت نوری ټول مسيرونه د ترافیکو پرمخ پرانیستې دې.
همدارنګه د سرپل د قم کوتل لار او په فراه کې د پرچمن ولسوالۍ لارې د واورو له امله بندې دي، خو د قم کوتل بدیل مسیر د تګ راتګ پرمخ خلاص دی.
د یادونې وړ ده، چې په هیواد کې نور ټول نښلونکي سړکونه او لویې لارې د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي او د دغه وزارت ولایتي ریاستونه له سړکونو او لویولارو څخه د واورو او اوبو د پاتې شونو پر پاک کاري بوخت دي؛ تر څو هیوادوال په هوسا توګه تګ راتګ وکړي.