میدان وردګ:

د میدان وردګو ولایت د ټولګټو ریاست لخوا؛ د دغه ولایت د تخت کوتل سیمې اړوند، د کابل - کندهار په عمومي سړک بې ځایه جوړ شوي جمپونو، چې له کبله یې خلکو ته ترانسپورتي سونزې رامنځته شوي وې، له منځه یووړل شول، دغه راز لوړ تناژ باروړونکي تلې ته غځېدلی سړک د ترمیم چارې هم ترسره شوې.
همدارنګه، د میدان وردګ – بامیان لویې لارې په هغو برخو کې د واورې د اوبو مسیرونه بدل شول، چې د سړک شولډرونه یې زیانمن کړي وو.