داوطلبۍ ته د بلنې اعلان:

media_admin
داوطلبۍ ته د بلنې اعلان:

ټولګټو وزارت له ټولو داوطلبانو/ لیوال پانګوالو څخه، چې مالي وړتیا، ماشینري، تجهیزات، تخنیکي او فني پرسونل، ظرفیت، وړتیا، تخنکي، فني او مسلکي مهارتونه ولري او دغه راز په شرطپاڼه کې اړوند یاد شوي شرایط بشپړولی شي، بلنه ورکول کیږي، چې له د کابل – کندهار (غزني - کندهار) لویې لارې په دوو لاټونو کې د لاندې پُلونو: (زیارت آخند زاده پل ، حسن کاریز پل ، نوی کلی پل ، مغلیز پل ، غشی رباط پل ، ساحه عظمت پل ، سنگرمانده پل او زاړه نورک پل) د ترمیم په دواطبۍ کې ګډون وکړي او خپل تړل شوي افر او غوښتنلیکونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو سره سم، د دغه اعلان له خپرېدو څخه ورسته تر ورستۍ نیټې پورې ټولګټو وزارت ته وسپاري. د ساحې لیدل، د ذکر شوې لویې لارې ( غزني – کندهار) د پلونو د ترمیم اړوند ارقام او احجامو تحلیل او همدارنګه د د تجهیزاتو، ظرفیت، مهارت او تخنیکي او مالي وړتیا او په شرطپاڼه کې یاد شویو شرایطو بشپړول حتمي او اړین دي. د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: شرطپاڼه د فلش/ میموري په واسطه د ټولګټو وزارت څخه، چې څرخي پله پر سړک د ملي دفاع وزارت تعلیمي مرکز ته څېرمه موقعیت لري، تر لاسه کولای شئ او آفرونه د (1444/8/29) ه ق کال د سهار په 10:00 بجې دغه وزارت ته تسلیم کړﺉ، انټرنټي او بې وخته آفرونه د منلو وړ نه دي. د افرونو د پرانیستلو وخت: د (۲۹/۰۸/۱۴۴۴) نېټه د شنبه ورځ سهار 10:00 بجې د تدا رکاتو ریاست د غونډ وتالار. یادونه: که چېرې د روان کال په (۲۹/۰۸/۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د اسلامي امارت له لوري عمومي رخصتي اعلان شي؛ نو د آفرونو پرانست غونډه به یوه ورځ وروسته په یاد شوي ساعت او ځای کې ترسره شي.

7 months 2 weeks ago

.

آخرین اطلاعیه ها

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۳۱
Background image

وضعیت امروز شاهراه‌ها و سرکهای کشور

از اثر برفباری، بارنده گی ،جاری شدن سیلاب و لغزش کوه در برخی از ولایات ، شماری از مسیرهای مواصلاتی موقتا به روی ترافیک مسدود شده اند.

شاهراه‌سالنگها، شاهراه ـــ کابل جلال‌آباد، شاهراه . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

وضعیت امروز شاهراه‌ها و سرکهای کشور

دراثر بارش باران،جاری شدن سیلاب و لغزش کوه شاهراه کابل ـــ جلال‌آباد درساحه تنگی غارو به روی ترافیک مسدود میباشد. تیم های عملیاتی وزارت فواید عامه کار پاکسازی این مسیر را از دیروز آغاز . . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۰
Background image

وضعیت امروز شاهراه ها و سرکهای کشور

 در پی بارندگی‌های چند روز اخیر، جاری‌شدن سیلاب‌ها و لغزش کوه، شماری از مسیرها در برخی از ولایات کشور به‌گونه موقت به روی ترافیک مسدود گردیده‌اند.

در ولایت غور، مسیر غور–کابل در ساحات . . .

بازگشت به اطلاعیه ها