د غزني ولایت د ټولګټو رئیس د یاد ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه:
د غزني ولایت د ټولګټو رئیس الحاج ملا عباس، چې د دغه ریاست اړوند انجنیري تیم او د خوګیاڼو ولسوالۍ ولسوال یې ملتیا کوله د خوګیاڼي ولسوالۍ سړک له ترمیماتي کار څخه یې لیدنه وکړه او د کار د غوره کیفیت او چټکتیا په موخه یې د پروژې مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د دغه سړک له ترمیم سره به د خوګیاڼو ولسوالۍ د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.