د داوطلبۍ د بلنې خبرتيا؛د اداري خدماتو د ریاست اړوند د وزارت د مرکزي ۲۴ ساعته عملیاتي کارکوونکو د اړتیا وړ د (8) قلمو جامو چمتو کولو د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د اداري خدماتو د ریاست اړوند د وزارت د مرکزي ۲۴ ساعته عملیاتي کارکوونکو د اړتیا وړ د (8) قلمو جامو چمتو کولو د داوطلبۍ پروسه کې، چې د MOPW/1403/G-59/NCB)) تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (10/09/1403) - (10:00) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول (13,250) افغانی دريارلس زره او دوه سوو پنځوس افغانۍ دي.
د آفر پرانيستلو نېټه: (10/09/1403 - 10:00 بجې له غرمې مخکې.)
د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، دريم پوړ د مقام د ناستو تالار.
يادونه: که چيرې د روان کال (10/09/1403) نېټه د حکومت لخوا په ناگاهانه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.