د ټولګټو وزارت په نوښت په لومړي ځل د روڼتیا، حساب ورکونې او شفافیت په موخه د الکترونیکي (ډیجیټلایزیشن) سیسټم پرانستل شو.

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۵ - ۱۳:۵
د ټولګټو وزارت په نوښت په لومړي ځل د روڼتیا، حساب ورکونې او شفافیت په موخه د الکترونیکي (ډیجیټلایزیشن) سیسټم پرانستل شو.


د ټولګټو وزارت د نوي رهبرۍ په هڅو د لومړي ځل لپاره د تدارکاتي پړاونو د الکترونکي کېدو په موخه د قراردادي شرکتونو لپاره د ډیجیټلایزیشن سیسټم نن ورځ په رسمي ډول د ګڼو شرکتونو د مسؤلینو په شتون کې پرانیست.
په همدې موخه جوړې شوې غونډې کې د وزارت مقام تخنیکي مرستیال ډیپلوم انجنیر عبدالقیوم ځاځي، مالي او ادارې مرستیال ښاغلي محمد حامد محبي، د ساتنې او څارنې مرستیال پوهنیار پاینده محمد انوري، د وزارت رئیسانو او د بېلابېلو شرکتونو مسؤلینو ګډون درلود.
په پیل کې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي عبدالقیوم ځاځي وویل: د ټولګټو وزارت نوي رهبري هڅه کوي چې شرکتونو ته د انوایس د اجرا په برخه کې اسانتیاوې رامنځه کړي، هغه زیاته کړه مخکې انوایس په ځنډ اجرا کیدل چې د پروژې د کار د ځنډ سبب هم کیدو خو اوس دا ستونزه هواره شوه او له دې وروسته به په خپل وخت کار سرته رسېږي.
نوموړي همداراز د وزارت او قراردادي شرکتونو په همغږۍ ټینګار وکړ او د شرکتونو مسؤلینو ته یې د وزارت له ادرسه د قانون تر چتر لاندې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
نوموړي وویل، د ټولګټو وزارت رهبري او ټول کاري ټیم ژمن دی، څو پر وخت سره کارونه سرته ورسوي.
د وزارت مالي او ادارې مرستیال ښاغلي محمد حامد محبي د نوي پرانستل شوي سیسټم په اړه ګډون والو ته بشپړ معلومات ورکړل او وې وویل، دا نوی ډیجیټلي سیسټم د پروژو د غوره مدیریت، شرکتونو ته پر وخت د انوایسونو په اجرا، د تدارکاتي پړاونو په برخه کې د روڼتیا رامنځته کول او دغه راز معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي په برخه کې ګټور رول لري. 
هغه زیاته کړه په یاد سیسټم کې د شرکتونو له راجستر کیدو ورسته به د شرکتونو لپاره د انوایس د اجرا په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي او نور به قراردادي شرکتونه اړ نه وي چې د انوایس د اجرا په موخه ادارو ته مراجعه وکړي.
وړاندې تردې ښاغلي محبي ډاډ څرګند کړ، چې دا سیسټم یوازې د شرکتونو لپاره نه بلکې په نورو ټولو برخو باندې به کار کوي، چې پیل یې د شرکتونو مسؤلینو ته د آسانتیاوو رامنځته کول وو. 
د وزارت د مرستیال په وینا، تردې وروسته هر څوک کولای شي، چې خپلې شته ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړې، څو مونږ ورته ژر تر ژره د حل لاره چاره وګورو.

7 months ago

.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۴۲
Background image

در هفته گذشته از طریق خط آهن وزارت فواید عامه۱۶۹۵۶۵ متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۲۲  الی  ۲۸حوت، سال ۱۴۰۴ هـ.ش.) از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان ۱۶۹۵۶۵  متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان ۱۰۸۰۸۶ تُن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

کار بازسازی طبقه دوم ۶۱.۲ کیلومتر سرک فراه – فراه‌رود جریان دارد

از سوی وزارت فواید ا.ا.ا، کار اسفالت طبقه دوم ۶۱.۲ کیلومتر سرک فراه – فراه ‌رود به ارزش بیش از ۳۹۵ میلیون افغانی در ولایت فراه جریان دارد.

این سرک از منطقه ریگی ولایت فراه آغاز شده و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

وزیر فواید عامه به ولایت لوگر سفر کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه، امروز شنبه در سومین روز عید به ولایت لوگر سفر کرده و از جریان کارهای ساختمانی شماری از پروژه‌ها بازدید به‌عمل آورد.

وی در جریان این سفر. . .

BACK TO NEWS