د ټولگټو وزارت اداري ناسته ترسره شوه

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۰ - ۱۰:۱۵
د ټولگټو وزارت اداري ناسته ترسره شوه

د ټولگټو وزارت اداري ناسته د جلسو په تالار کې د دې وزارت د سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ ترسره شوه، چې د وزارت مرستیالانو او یو شمیر رئیسانو په کې گډون کړی وو.

ناسته لومړی د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د ژمي په موسم کې د مواصلاتي لارو د پرانیستلو، د پراختیایي پروژو، د اوسپنې پټلۍ، د تلو همدارنگه د ادارو ترمنځ په همکاري او همغږۍ او اړوند نورو مسایلو باندې په تفصیل سره بحث وشو.

د نن ورځې په اداري ناسته کې فیصله وشوه، چې د رسمي چارو پر مخ وړلو لپاره دې ریاستونو ته نغدې پیسې ورکړل شي او یاد ریاستونه مکلف دي، چې د مصرف په اړه یې دقیقه محاسبه او بشپړ راپور وزارت مقام ته وړاندې کړي.

همدارنگه په تلو کې د بریښنا د نشتوالي ستونزه، د اوسپنې پټلۍ ادارې په اړه يو لړ پريکړې، له واحدي مرجع څخه اطلاع رسونه او یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو باندې بحث وشو چې په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول او تر څلور ساعته مسلسل بحث وروسته غونډه په اختتامیه دعا پای ته ورسېده.

7 months ago

.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۴۲
Background image

در هفته گذشته از طریق خط آهن وزارت فواید عامه۱۶۹۵۶۵ متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۲۲  الی  ۲۸حوت، سال ۱۴۰۴ هـ.ش.) از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان ۱۶۹۵۶۵  متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان ۱۰۸۰۸۶ تُن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

کار بازسازی طبقه دوم ۶۱.۲ کیلومتر سرک فراه – فراه‌رود جریان دارد

از سوی وزارت فواید ا.ا.ا، کار اسفالت طبقه دوم ۶۱.۲ کیلومتر سرک فراه – فراه ‌رود به ارزش بیش از ۳۹۵ میلیون افغانی در ولایت فراه جریان دارد.

این سرک از منطقه ریگی ولایت فراه آغاز شده و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

وزیر فواید عامه به ولایت لوگر سفر کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه، امروز شنبه در سومین روز عید به ولایت لوگر سفر کرده و از جریان کارهای ساختمانی شماری از پروژه‌ها بازدید به‌عمل آورد.

وی در جریان این سفر. . .

BACK TO NEWS