د کندز ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د یو پایه فلزي پُل د ترمیم چارې جریان لري
د ټولګټو وزارت لخوا د کندز ولایت په قلعه ذال ولسولۍ کې؛ د قلعه ذال فلزي پل د ترمیم کار جریان لري.
دغه پل؛ د ۱۲۰ متره په اوږدوالي او ۸ متره پلنوالي سره د قلعه ذال ولسوالۍ پر مسیر موقعیت لري، چې شیرخان بندر د بلخ ولایت د دولت آباد ولسواۍ سره نښلوي او د تجارتي توکو په انتقال کې خورا اغیزمن اقتصادي رول لري.
د یاد پل د ترمیم چارې د ټولګټو وزارت او یو خصوصي ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ قرارداد شوي چې دا مهال یې د ترمیم چارې په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې دیاد پل په ترمیم سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.