د ټولګټو وزارت د تیر ۱۴۰۳ هـ.ش کال فعالیتونه او لاسته راوړنې

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۴:۲۱
د ټولګټو وزارت د تیر ۱۴۰۳ هـ.ش کال فعالیتونه او لاسته راوړنې

 

 ټولګټو وزارت یو له مهمو او سکټورې وزارتونو څخه دی، چې د سړکونو، پلونو، پلګوټو، اوسپنیزې کرښې، د سړکونو د ساتنې او څارنې، د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو رغولو او د ترافیکي علایمو د نصبولو مسؤلیت پرغاړه لري.

د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت په تیر ۱۴۰۳هـ. ش کال کې د سړکونو، پلونو پلګوټو، اوسپنیزې کرښې، ساتنې او څارنې، واورو پاکولو، جوماتونو، د ترافیکي علائیمو د نصبولو ا ود اجناسو په برخه کې د څه باندې ۱۹۸ پروژو رغنیزې او ترمیماتي چارې پیل کړي چې ۵۴ یې د سړکونو او اوسپنیزې کرښې، ۱۶ د ترافیکي علائیمو د نصبولو، ۱۴ یې د جوماتونو، ۱۴ د واورې پاکولو، ۴۳ د سړکونو د ساتنې او څارنې او ۶۰ پروژې د اجناسو د تدارکاتو په برخه کې دي، چې دا مهال یې د زیات شمېر پروژو کار بشپړ شوی او د ځینو نورو کار په چټکۍ سره جریان لري.

ټولګټو وزارت په تیر ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې ټولټال  د ۱۱۷۴ کیلومتره سړکونو د ابتدایي مطالعاتو او امکان سنجۍ سروې، د ۳۸۵ کیلومتره سړک تو پو ګرافي سروې، د ۳۱۲ کیلومتره سړک د ډیزاین چارې بشپړې کړې دي او د ۲۷۲ کیلومتره سړک د ډیزاین کولو چارې جریان لري، چې شاو خوا ۴۵ سلنه کارو نه یې پرمخ تللي دي.

دغه راز ټولګټو وزارت په ټولیزه توګه د ۱۸۷۶ متره پلونو سروې او د ۱۹۴ متره پلونو ډیزاین تیر کال بشپړ کړی او د ۱۰۵۷ متره پلونو د ډیزاین چارې جریان لري، چې ۵۵ سلنه چارې ترسره شوې دي.

یاد وزارت په  تیر ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د کابل – کندهار لویېې لارې په ګډون، د سړکونو  او اوسپنیزې کرښې په برخه کې د ۵۴ پروژو کار پیل کړي چې د ځینو چارې یې بشپړې او د ځینو نورو  کار په چټکۍ سره جریان لري.

د کابل – کندهار لویه لار:

ټولګتو وزارت د کابل کندهار لویې لارې د اساسي بیا رغونې چارې په ۱۳ بیلا بیلو برخو کې د ۴۸۰ کیلو مترو په اوږد والي سره پیل کړی وو، چې دامهال یې د ۴۳۰ کیلو متره سړک د اساسي بیا رغونې  د اسفالټ د لومړۍ او دویمې طبقي او په ځینو برخو کې د دریمې طبقې چارې بشپړې شوې دي او د پاتې برخو د دریمې طبقې د اسفالټ چارې به یې را روان کال پیل او بشپړ شي،  په یادې پروژې کې د ۱۷۰۰ پایو له ډیرو پلګوټو ، د ۴۸ پایو لویو پلونو کار هم پکې شامل دی.

د سالنګونو لویه لار:

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې کار سږ کال د پلان مطابق پیل کړی و، چې دا مهال يې د زيات شمېر ګالریو د بیارغونې او د ګالریو ترمنخ د نښلوونکو فاصلو د کانکريټ اچونې کارونه بشپړ کړي دي او د پاتې برخو کار به یې په راتلونکي کال کې بیا پیل شي.

د دې لویې لارې د ګانکریټي برخو کار په دریو طبقو کې ترسره شوی دی، چې د لومړۍ (فلتر لیر) طبقې ضخامت ۴۲ سانتي متره، د سي ټي بيCTB) ) طبقې ضخامت ۱۵ سانتي متره او د وروستۍ (سیخ لرونکي) کانکریټ طبقې ضخامت یې ۲۸.۵ سانتي متره دی، چې ټولټال ضخامت یې تر ۸۵.۵ سانتي مترو پورې رسیږي.

دغه راز، د یادې لویې لارې د دوشي – خنجان مسیر د شاوخوا ۵ کیلومتره سړک د اسفالټ اچونې کار هم بشپړ کړی دی.

نوې قرارداد شوې پروژې

قوشتیپه - درزاب:

د قوشتیپې – درزآب سرک د اساسي رغونې چارې د شاوخوا۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پیل شوې یاد سړک د ۵۱ کيلومتره په اوږدوالي سره د جوزجان ولایت له قوشتیپې ولسوالۍ څخه پیل او ددغه ولايت تر درزآب ولسوالۍ پورې رسیږي، چې د دوه پایو پلونو، د ۱۳۷ پایو پُلګوټو، استنادي دیوالونو او د سړک د څنډو د لښتیو (ویالو) د رغونې کار هم پکې شامل دی چی لومړی لاټ یې د ۱۹.۸ کیلومتره په اوږدوالي سره د قوشتیپې ولسوالۍ له نوآباد سيمې څخه پيل بيا تر تراغلي سیمې پورې، دویم لاټ د ۱۷.۴۶ کیلومتره په اوږدوالي سره له تراغلي څخه بيا تر شیربیک سيمې پورې او دریم لاټ یې د ۱۳.۵ کیلومتره په اوږدوالي سره تر درزآب ولسوالۍ پورې رسیږي.

کابل – غزني دویم لین سړک:

د ټولګټو وزارت له لورې د کابل - غزني لویې لارې د دويم لين سړک د اساسي رغونې چارې په دوو برخو کې پيل شو، چې لومړۍ برخه يې د ۲۴.۵ کيلومتره په اوږدوالي د کابل له کمپنۍ سيمې څخه د ميدان وردکو ولايت تر مرکز ميدان ښار پورې رسيږي او دويمه برخه يې د ۲۴.۳ کيلومتره په اوږدوالي د ميدان وردکو ولايت له مرکز ميدان ښار څخه پيل ددغه ولايت د سيدآباد ولسوالۍ تر ټوپ دښتې پورې رسيږي.همدارنګه  ياد سړک ۹ متره پلنوالي (عرض) لري، چې په رغنيزو چارو کې يې ټولټال ۶ پايې لوی پلونه او ۱۵۵ پُلګوټي شامل دي او په تخميني ډول به د (۳) ميليارده افغانيو په لګښت د دريو کلونو په موده کې بشپړ او ګټې اخيستې ته وسپارل شي او د یاد سړک لګښت د ټول پلازا محصول څخه ورکول کیږي.

کابل – جلال آباد دویم لین سړک:

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د رغونې کار د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا پیل شو دغه سړک چې شاوخوا ۱۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، او له ډلې یې د ۶۵ کیلومتره سړک ۳۳ کیلومتره د ننګرهار ولایت له لوري او ۳۲ کیلومتره نوریې  د کابل ولایت له لورې له وړاندې په کانکریټي ډول رغول شوی و او  پاتې نور یې په دریو بېلابېلو سکشنونو تقسیم شوی چې لومړی سکشن يې ۲۲ کيلومتره اوږدوالی لري  او دامهال یې کار د ننګرهار ولایت له لوري د ټولپلازا د محصول په بدل کې  جریان لري.

کونړ- نورستان سړک:

د کونړ- نورستان عمومي سړک د هېواد یو له مهمو هېوادانو څخه دی، چې لومړۍ برخه یې ۲۲ کیلو متره اوږد والی او ۹ متره پلنوالی لري او دا مهال یې د بیا رغونې چارې په دوو لاټونو کې د ټولګټو وزارت لخوا د خصوصي سکټور سره د څه باندې ۶۰۰ میلونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوي چې د یو کال په موده که به یې کار بشپړ او ګټې اخیستې ته و سپارل شي.

دشت ارچي - کندز سړک:

د دشت ارچي – کندز سړک چې شاوخوا ۱۹ کيلومتره اوږدوالی لري، د رغونې چارې يې د ۴۹۸.۶۵۴.۹۱۲

افغانيو په ارزښت د دورانی سړک جوړونې او لوژیستکي شرکت سره قرارداد شوې دي، چې د ۱۸ مياشتو په موده کې به يې کار بشپړ شي.

قیصار – لامان:

د قیصار- لامان حلقوي سړک، چې ۲۳۳ کیلومتره اوږدوالی لري او د بادغیس ولایت له فاریاب ولایت سره نښلوي؛ یاد سړک په پنځو برخو وېشل شوی دی، دا مهال یې د پنځمې برخې، چې ۶۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې د څه باندې ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د پروان ولایت د کرومایتو کان په بدل کې د نورزي کانفیدنس سړک جوړونې او ودانیز شرکت سره قرارداد کیږي او د قرارداد له مخې به یې عملي کار پیل شي.

د  هرات – چشت شریف سړک:

  د  هرات – چشت شریف سړک دغه سړک د هېواد یو له مهمو سړکونو څخه دی چې د ختیز-لویدیز د دهلیز په نوم هم یادیږي، یاد سړک ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د ترمیم او بیا رغونې چارې یې د څه باندې ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د معدن په بدل کې جریان لري.

د کندهار –سپین بولدک دویم لین سړک:

د کندهار - سپن بولدک دوهم لین، دوهم لاټ د ۳۹.۶ کیلومتره سړک د رغونې چارې جریان لري، چې په اوږدو کې یې د ۲ پایې لویو پلونو، ۲ پایې پلګوټو او ۵۵۰ متره مکعبه سنګاري دېوالنو رغول هم شامل دي.

د میدان وردګ – لوګر نښلوونکی سړک:

ټولګټو وزارت د شاوخوا (۷۱۳) ميليونو افغانيو په ارزښت له دوو شرکتونو سره د ميدان وردګ-لوګر د (۳۱.۶) کيلومتره نښلونکي سړک د رغولو تړونونه  د شعبان په ۱۰ مه نیټه لاسليک کړل.

د ميدان وردګ-لوګر سړک دوې برخې او ټولټال (۳۱.۶) کيلومتره اوږدوالی لري او (۱۲۰) پُلګوټي پکې شامل دي؛ ياد سړک د ميدان وردګ ولايت د (تنګي درې، قلعه امير څخه پيل؛ د آلوزي، دوغ آباد، شولک، او بابوس) سيمو څخه په تېرېدو د لوګر ولايت له مرکز پُل علم سره نښلول کيږي، چې رغنيزې چارې به يې د (۱۶) مياشتو په موده کې بشپړې شي.

لومړی برخه: ټولټال (۱۷.۴) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د (۴۷۳۸۸۴۹۲۷) افغانيو په ارزښت يې رغنيزې چارې له ايچکو ساختماني شرکت سره قرارداد شوي دي.

دويمه برخه: ټولټال (۱۴.۲) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د (۲۳۹۴۴۸۳۷۸) افغانيو په ارزښت يې رغنيزې چارې له تابش اميد ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوي دي.

دغه راز ټولګټو وزارت د هېواد په بیلا بیلو برخو کې یوشمیرلوی پلونه رغولي دي چې له ډلې یې د کابل – کند هار لویې لارې ۴۸ پایې پلونو په شمول یو شمېر نور پلونه په لاندې ډول دي:

پلونه:

ټولګټو وزارت په ټول هېواد کې د یو شمېر لویو پلونو چارې بشپړې کړي دي، چې ۴۸ يې د کابل – کند هار لویې لارې اړوند دي او د پاتې نورو جزيات په لاندې ډول دي:

۱- د ګیزاب ولسوالۍ په مسیر اوسپنیز ګانګریټي پول چې ۱۰۱،۹ متره اوږدوالی لري، د ۲۹،۰۰۰،۰۰۰ افغانیو په ارزښت ورغول شو.

۲- د لعلپورد ولسوالۍ په مسیرد لعلپور پل ( له اوبو څخه د ساتنې محافظوي دیوال) چې ۲۷۰ متره اوږدوالی لري، د ۴۵،۵۸۲،۸۶۸ افغانیو په ارزښت تر کار لاندې دی.

۳- د ننګرهار ولایت د جلال آباد- تورخم په لویه لاره د سپین خور پل (د اوبو د قطع کولو دیوال جوړول) چې ۴۵ متره اوږدوالی لري او د ۲،۵۹۱،۰۰۵ افغانیو په لګښت جوړیږي.

۴- د سمنګان ولایت د خرم او سرباغ ولسوالیو په سړک د ملا علي کانکریټي اوسپنیز پل چې ۴۴.۶ متره اوږدوالی لري د ۱۷،۸۲۵،۱۷۵،۸۰ افغانیو په لګښت جوړیږي.

۵- د کنړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د زیري بابا پخوانی پول چې ۱۲۹.۷ متره اوږدوالی لري، د ۳۸،۳۶۴،۳۴۳ افغانیو په لګښت تر کار لاندې دی.

۶- په کنړ ولایت کې پخوانی پشد پل چې ۲۲۲ متره اوږدوالی لري د جوړولو په حال کې دی.

د یاد وپلونو څخه د ځینو کارونه جریان لري او د یو شمیر پلونو  رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.

مسجدونه:

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم په اساس، ټولګټو وزارت د کابل - هرات لویې لارې اړوند د ۱۴ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې چې له ډلې يې ۶ محرابه مسجدونه د کابل – کندهار پر مسیر او ۸ محرابه مسجدونه د کندهار – هرات پر مسیر له بېلابېلو ودانیزو شرکتونو سره د ۴۶۷۷۲۶۲۱۱ افغانيو په ارزښت قرارداد کړې دي.

دامهال د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ مسجد شاوخوا ۹۵ سلنه کارې پرمخ تګ لري او د پاتې نورو مسجدونو کار په بېلا بېل فزیکي پرمخ تګ سره جریان لري او د هر مسجد کار به د یو کال په موده کې بشپړ شي.

د ساتنې او څارنې پروژې:

ټولګټو وزارت په تېر کال کې د شاوخوا ۴۳ ساتنې او  څارنې پروژوې له خصوصي سکتور سره قرارداد کړې وې، چې د یو شمېر  پروژو کاریې بشړې شوي د ځینو نورو کار جریان لري.

واوره پاکول:

ټولګټو وزارت د روان ۱۴۰۳هـ.ش کال د ژمي په موسم کې په ۳۰۲ زیان منونکو سیموکې د سالنګونو او ماهیپر په ګډون د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د څه باندې ۷۵۷۲ کیلومتره سړکونو څخه د واورې پاکولو پلان درلود.

د ۷۵۷۲ سړک له جملې څخه څه باندې ۴۵۴۲ کیلومتره سړکونه د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو له خوا پاک کاري شوي دي او په ( غزني، بامیان، غور، دایکندي، بدخشان، پکتیا، نورستان، پنجشېر، پکتیکا، تخار، سرپل، لوګر، میدان وردګ او فراه) ولایتونو کې ۲۷۲۰ کیلومتره سړکونه چې د ډېرې واورې او زیان منونکو سیمو درلودونکي دي د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د ماشینرۍ سربېره د خصوصي سکټور سره د یو منظم طرزالعمل له لارې د ۵۲۰۳۰۵۹۳ افغانیو په ارزښت قرارداد شوي دي.

اوسپنیزه کرښه:

د کندهار – هرات اوسپنیزې کرښې تفصیلي ډیزاین:

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د هرات-کندهار د (۷۳۷.۵) کيلومتره اوسپنيزې کرښې د تفصيلي ډيزاين اړوند (۵) تړونونه د شاوخوا (۲۶۴) ميليونه افغانيو په ارزښت له پنځو شرکتونه سره لاسليک شوي دي، چې د (۸) مياشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معينيت او ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې ترمنخ د حيرتان-مزارشريف مسير د ترميماتي چارو تړون د شپږو مياشتو لپاره وغځېد. د ياد مسير قرارداد چې ټاکلې نېټه يې پای ته رسېدلې وه، خو د ځينو سټيشنونو ترميماتي چارې لا پاتې وې او په همدې موخه بياځلي وغځول شو؛ د يادې پروژې ترميماتي چارې تردې مهاله (۸۰) سلنه فزيکي پرمختګ لري.

د حيرتان-مزارشريف د اوسپنيزې کرښې اړوند نايب آباد سټيشن (څلورم-پورټ) د (۵۰) کیلومتره په اوږدوالي په بشپړ ډول فعال او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، چې په فعالېدو سره به ځايي تجارانو ته لازمې آسانتياوې رامنځ ته شي، د ريلي انتقالاتو فاصله به رالنډه شي او د نفتي او غير نفتي توکو د تخليې ځايونه به مشخص شي، چې مخکې دواړه يوازې په حيرتان پورټ کې تخليه کېدل.

د خواف-هرات اوسپنيزې کرښې د څلورمې قطعې د لومړۍ برخې رغنيزې چارې د (۸۰) سلنه فزيکي پرمختګ په لرلو سره په چټکۍ سره جريان لري. ياده اوسپنيزه کرښه ټولټال (۴۳) کيلومتره اوږدوالی لري، چې د هرات ولايت په غوريان او زنده جان ولسواليو کې تيريږي.

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده له لورې د افغانستان-ازبيکستان-قرغيزستان-چين په غونډه کې د افغانستان او چين ترمنځ د څلور اړخيزه ريلي دهليز تړون د يو کال لپاره وغځول شو.

د روان ۱۴۰۳ هـ.ش. کال له حمل مياشتې څخه تر دلو مياشتې پورې، چې ټولټال (۱۱) مياشتې کيږي؛ د اوسپنې پټلۍ د څلورو مسيرونو (حيرتان، آقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات له لارې تر (۴) ميليون مټريک ټنه زيات انتقالات ترسره شوي دي.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ د (۷) ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت يو تفاهم ليک د هرات-تورغونډۍ سټېشن د پراختیا او د آقينې–اندخوی د پاتې ۱۰ کیلومتره اوسپنیزې کرښې بشپړول او د اندخوی–شبرغان د ۵۵ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د سروې او تفصيلي ډیزاین اړوند دوه تفاهم ليکونه د ترکمنستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې سره لاسلیک شوي دي.

 

 

 

1 year 10 months ago

.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۳:۴۷
Background image

در دو هفته گذشته از طریق خط آهن (۱۲۸۸۱۴) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

 در دو هفته گذشته از تاریخ (۱حمل الی ۱۴ حمل سال ۱۴۰۴ هـ.ش.)  از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان (۱۲۸۸۱۴) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.
در این میان از طریق بندر حیرتان (. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۴:۳۷
Background image

سرپرست وزارت فوایدعامه از پروژه های تحت کار ولایت کندهار بازدید نمود

 محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی سرپرست وزارت فوایدعامه در جریان سفر شان به ولایت کندهار در حالیکه وی را انجنیر شیرحسن خوشیوال مسوول تخنیکی پروژه های زون کندهار و شماری از مسوولین همراهی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۳:۵۰
Background image

در سال ۱۴۰۳ هـ ش میزان انتقالات از طریق خط آهن ۵.۵ درصد افزایش یافته است

 

در سال ۱۴۰۳ هـ ش ، میزان انتقالات از طریق خط آهن نسبت به سال ۱۴۰۲ هـ ش ۵.۵ درصد افزایش یافته است. در حالی که در سال ۱۴۰۲ هـ ش میزان مجموعی انتقالات از طریق خط آهن ۴.۱ میلیون متریک. . .

BACK TO NEWS