په بلخ ولایت کې د دوو ترمیماتي پروژو چارې د ۲۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۵۶
په بلخ ولایت کې د دوو ترمیماتي پروژو چارې د ۲۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بلخ ولایت کې د دوو ترمیماتي پروژو چارې د ۶۸ کیلومتره ټولیز اوږدوالي سره، چې د ۲۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، د یاد ولایت د مرستیال والي محترم مولوي نورالهادي ابو ادریس، د ټولګټو رئیس محترم مولوي عبدالصبور صابر او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤولینو په شتون کې رسماً پیل شوې.

په یادو پروژو کې د حیرتان عمومي سړک د ۴۱ کیلومتره برخې د داغګیرۍ، پلګوټو او شولډرونو د ترمیم، او همدارنګه د کلدار ولسوالۍ د ۲۷ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې شاملې دي، چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادو سړکونو په ترمیم او داغګیرۍ سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد ستونزې تر ډېره هوارې شي او د سړکونو د لا ډېر تخریب مخنیوی به وشي.

د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت په بېلابېلو ولایتونو کې د لویو لارو او سړکونو د بیارغونې او ترمیم چارې ترسره کوي، چې له امله یې د هېوادوالو د هوسا تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي.

1 year 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۲
Background image

وزیر محترم فواید عامه از جریان کار شماری از پروژه‌های تحت کار این وزارت در ولایت‌های کندهار و ارزگان بازدید نمود

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه ا.ا.ا در حالیکه یک تیم تخنیکی وی همراهی می نماید، در جریان سفر خود به ولایت‌های کندهار و ارزگان از جریان کار اعمار سرک شاه ولی‌کوت –. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

په بلخ ولایت کې د دوو ترمیماتي پروژو چارې د ۲۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بلخ ولایت کې د دوو ترمیماتي پروژو چارې د ۶۸ کیلومتره ټولیز اوږدوالي سره، چې د ۲۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۳۸
Background image

وزیر محترم فواید عامه جریان کار ۸ کیلومتر سرک ولسوالی سپین‌بولدک ولایت کندهار ارزیابی نمود

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه ا.ا.ا، در حالیکه وی را یک تیم تخنیکی همراهی می نماید در سفرش به ولایت کندهار از جریان کار اعمار ۸ کیلومتر سرک ولسوالی سپین‌بولدک بازدید و. . .

BACK TO NEWS