د میدان وردګ – غزني سړک د اساسي ترمیم او بیا رغونې کار پیل شو

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۷ - ۱۱:۳۰
د میدان وردګ – غزني سړک د اساسي ترمیم او بیا رغونې کار پیل شو

د ټولګټو وزارت له لوري د میدان وردګ – غزني سړک د اساسي ترمیم او بیا رغونې کار د ټولګټو وزارت د تخنیکي معین محترم مولوي عبد الکریم فاتح، د میدان وردګو ولایت والی محترم حافظ محمد امین عمري، د ملي رادیو تلوېزیون عمومي رئیس محترم مولوي احمد الله وثیق، د میدان وردګو ولایت امنیه قمندان، د ټولګټو وزارت ویاند محترم مولوي حمیدالله مصباح، د وزارت د یو شمېر تخنیکي کارکونکو او د میدان وردګو ولایت د قومي مخورو په شتون کې د پټۍ په پرېکولو سره نن رسماً پیل شوې.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د ټولګټو وزارت تخنیکي معین خبرې وکړي او د یادې ترمیماتي پروژې په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړ، هغه زیاته کړه:

 دا سړک ۸۰ کیلومتره اوږدوالی، ۷ متره پلنوالی او ۳ متره د سړک غاړې لري، چې د میدان وردګو ولایت له دوراني بازار څخه پیلیږي او د غزني ولایت تر مرکز پورې رسیږي. هغه همدارنګه وویل: د دغه سړک په اساسي ترمیم او بیارغونه کې د ۵ پایو پلونو ترمیم او بیارغونه، د ٦٨ پایو نویو پلګوټو رغونه، د ٩٩ پایو ویجاړو شویو پلګوټو بیارغونه، د ۱۸۶ مترو معبرونو بیارغونه او د ۲۰۰ مترو استنادي دیوالونو جوړول هم شامل دي. هغه زیاته کړه؛ د سړک د ترمیم دغه پروژه د پنځه (۵) میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د بصیر احمدزي ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوې ده، چې لګښت یې د ټال پلازا (Toll) له لارې ورکول کیږي او تر راتلونکو (۹) میاشتو پورې به یې چارې بشپړي شي.

د ټولګټو وزارت تخنیکي معین همدارنګه وویل: د الله تعالی په مرسته فتح او بریا د افغانستان د خلکو په برخه شوه او اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د هیواد د بیارغونې او پرمختګ لپاره په ګډه، نه ستړې کیدونکي هلي ځلي وکړو، هغه وویل: ټولګتو وزارت هڅه کوي، چې د کابل – هرات لویه لار په بشپړ ډول په اساسي توګه ترمیم او بیاورغوي، چې د لومړۍ برخې (کندهار – زابل) سړک کار له وړاندې پیل شوی دی او د دویمي برخې ( میدان ورګ – غزني ) سړک کار اوس مهال پیل شو.

ورپسې د میدان وردګو ولایت والي د یادې پروژې په ارزښت خبرې وکړي او دا یې د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ترانسپورتي ستونزو د هوارولو په برخه کې ستر ګام یاد کړ، هغه په دغه ولایت کې د پروژو د تطبیق په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ.

دغه راز، د سیمې یو شمېر قومي مخورو هم خبرې وکړي او د یادې پروژې پر تطبیق یې خوښي څرګنده کړه، هغوی د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت هڅي وستایلې او په میدان وردګو ولایت کې یې د نورو پروژو د تطبیق غوښتنه هم وکړه.

د یادونې وړ ده، د کابل – هرات لویه لار، شاوخوا ۹۰۰ کيلو متره اوږدوالی لري، چې په تېرو کلونو کې د لوړ تناژ باروړنکو موټرو د زیات وزن له امله تخریب شوې ده.

د یادې لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې پرمهال به یو شمیر هیوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او د کار له بشپړېدو سره به یې د خلکو شته ترانسپورتي ستونزې هواري شي.

 

دټولګټو وزارت رسنیز دفتر

7 months ago

.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۴۲
Background image

در هفته گذشته از طریق خط آهن وزارت فواید عامه۱۶۹۵۶۵ متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۲۲  الی  ۲۸حوت، سال ۱۴۰۴ هـ.ش.) از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان ۱۶۹۵۶۵  متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان ۱۰۸۰۸۶ تُن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

کار بازسازی طبقه دوم ۶۱.۲ کیلومتر سرک فراه – فراه‌رود جریان دارد

از سوی وزارت فواید ا.ا.ا، کار اسفالت طبقه دوم ۶۱.۲ کیلومتر سرک فراه – فراه ‌رود به ارزش بیش از ۳۹۵ میلیون افغانی در ولایت فراه جریان دارد.

این سرک از منطقه ریگی ولایت فراه آغاز شده و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

وزیر فواید عامه به ولایت لوگر سفر کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه، امروز شنبه در سومین روز عید به ولایت لوگر سفر کرده و از جریان کارهای ساختمانی شماری از پروژه‌ها بازدید به‌عمل آورد.

وی در جریان این سفر. . .

BACK TO NEWS