د کابل ۔ کندهار لویې لارې اړوند د مقر ۔ قلات سړک رغنیزي چارې جریان لري
د کابل ۔ کندهار لویې لارې اړوند د مقر ۔ قلات ۱۱۲کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې ( قیر اچونې) کار جریان لري. د یادې پروژې پر مسیر ۲۳ پایې پلونه، ۶۳۰ پایې پلګوټي او ۱۰ بستره واشونه شتون لري، چې د هغو له جملې څخه ۳پایې پلونه ۲۰ پایې پلګوټي او ۱۰ بستره واشونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي او بیا رغونې ته اړ تیا لري چې دا مهال یې د ترمیم او بیا رغونې کارعملا جریان لري. کابل کندهار - لویه لار د هېواد له مهمو او حیاتي لویو لارو څخه ده، چې د بیا رغونې چارې یې په ۷ بیلا بیلو برخو کې د ټولګټو وزارت له لوري د خصوصي شرکتونو سره قرارداد شوې دي. د یادې لویې لارې د بیارغونې په جریان کې یو شمېر هېوادوالوته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده او په ترمیم او بیا رغونې سره به یې د تجارتي توکو په لېږد رالېږد کې غوره ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځته شي.
