د ټولګټو وزارت سرپرست په کاپيسا ولايت کې د دغه وزارت تر کار لاندې پروژو څخه ليدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۰:۲۶
د ټولګټو وزارت سرپرست په کاپيسا ولايت کې د دغه وزارت تر کار لاندې پروژو څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په داسې حال کې چې د دغه وزارت ځينو رئیسانو يې ملتيا کوله، کاپیسا ولايت ته په یوه رسمي سفر کې د دغه وزارت له پروژو څخه نظارت او ليدنه وکړه.   

په ياد سفر کې؛ دټولګټو سرپرست، له ګلدان څخه تر ګلبهاره د ۱۶ کيلو متره سړک او استنادي دېوال د ترمیم او رغونې، له ګلدان څخه تر تپه احمد بيکه د ۶ پايې پلګوټو د ترميم، له احمد بیک څخه تر شينکۍ دوه لارې د ۴ پايې پلګوټو د ترمیم، له پل صياد څخه تر ده باباعلي سيمې د سړک فرش د ترمیم او د تګاب ولسوالۍ د تلې ( ترازو ) د رغنیزو چارو له جريان څخه لیدنه وکړه او د پروژو د لا ښه تطبيق په موخه يې مسوولانو ته لازمې لارښوونې وکړې. دغه پروژې د ۹.۴ ميليونه افغانيو په ارزښت  له بیلا بیلو شرکتونو سره قرارداد شوې دي. 
همدارنګه په ياد سفر کې، د کاپيسا ولايت والي محترم قاري احسان الله بريال د ټولګټو وزارت له سر پرست سره په لیدنه کې، د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د کار لاندې پروژو او د خلکو د ترانسپورتي ستونزو په اړه خبرې وکړې او د سروبي مسير د سړک ویجاړو برخو د ترميم، د اله سای ولسوالۍ د سړک ترميم، د ۳.۵ کيلومتره په اوږدوالي سره د بدرآب سړک د رغولو او د چورغل پل د ترميم غوښتنه وکړه. 

د ټولګټو وزارت سرپرست چې د ياد سفر په ترڅ کې يې د کاپیسا ولایت د بېلابېلو  مسیرونو له سړکونو څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د هغو پروژو کار دې د مالي بودیجې په نظر کې نیولو سره په پلان کې شامل کړي، چې د یاد ولایت د محترم مقام، او قومې مخورو یې غوښتنه کړي وه.

د یادونې وړ ده؛ چې د بشري سرچينو رئیس محترم انجنیر فضل الباري بلوڅ او د وزارت؛ د مالي چارو کارپوه محترم عبدالعلیم خورشید د کاپيسا ولايت د ټولګټو ریاست د مالي او بشري سرچينو له څانګو بيا کتنه او ارزونه وکړه او د چارو د لا ښه والي په موخه يې د ياد رياست کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

7 months ago

.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۴۲
Background image

در هفته گذشته از طریق خط آهن وزارت فواید عامه۱۶۹۵۶۵ متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۲۲  الی  ۲۸حوت، سال ۱۴۰۴ هـ.ش.) از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان ۱۶۹۵۶۵  متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان ۱۰۸۰۸۶ تُن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

کار بازسازی طبقه دوم ۶۱.۲ کیلومتر سرک فراه – فراه‌رود جریان دارد

از سوی وزارت فواید ا.ا.ا، کار اسفالت طبقه دوم ۶۱.۲ کیلومتر سرک فراه – فراه ‌رود به ارزش بیش از ۳۹۵ میلیون افغانی در ولایت فراه جریان دارد.

این سرک از منطقه ریگی ولایت فراه آغاز شده و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

وزیر فواید عامه به ولایت لوگر سفر کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه، امروز شنبه در سومین روز عید به ولایت لوگر سفر کرده و از جریان کارهای ساختمانی شماری از پروژه‌ها بازدید به‌عمل آورد.

وی در جریان این سفر. . .

BACK TO NEWS