ټولګټو وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې خپل کلنی راپو وړاندې کړ

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۵:۲۷
ټولګټو وزارت د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې، نن شنبه د یاد وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د حکومت د طلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د رسنیو په شتون کې له هیوادوالو سره شریک شو.   په همدې مناسبت جوړ شوي کنفرانس کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم الحاج مولوي محمداسحاق صاحب زاده، د سروې او ډیزاین رئیس  انجینیر محمدرحیم صالحزي، د وزارت سلاکار محترم انجیر میرویس غفوري او د یاد وزارت ویاند محترم محمد اشرف حق شناس ګډون کړی وو.  د ټولګټو وزارت مسئولینو په دغه پروګرام کې ووی

ټولګټو وزارت د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې، نن شنبه د یاد وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د رسنیو په شتون کې له هیوادوالو سره شریک شو. 

په همدې مناسبت جوړ شوي کنفرانس کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم الحاج مولوي محمداسحاق صاحب زاده، د سروې او ډیزاین رئیس  انجینیر محمدرحیم صالحزي، د وزارت سلاکار محترم انجیر میرویس غفوري او د یاد وزارت ویاند محترم محمد اشرف حق شناس ګډون کړی وو.

د ټولګټو وزارت مسئولینو په دغه پروګرام کې وویل؛ چې یاد وزارت په تیر ۱۴۴۶هـ.ق کال کې د سړکونو، پلونو پلګوټو، وسپنیزې کرښې، ساتنې او څارنې، واورو پاکولو، جوماتونو، د ترافیکي علایمو د نصبولو اود اجناسو په برخه کې د څه باندې ۲۰۰ پروژو رغنیزې او ترمیماتي چارې پیل کړي وې، چې ۵۴ یې د سړکونو او اوسپنیزې کرښې، ۱۶ د لویو لارو او سړکونو د خونديتوب په برخه کې، ۱۴ یې د جوماتونو، ۱۴ د واورې پاکولو، ۵۰ د سړکونو او اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې او ۵۴ پروژې د اجناسو د تدارکاتو په برخه کې دي، چې دا مهال یې د زیات شمیر پروژو کار بشپړ شوی او د ځینو نورو کار په چټکۍ سره جریان لري، چې د یادو پروژو په جریان کې شاوخوا ۴ سوه زره تنه هیوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

په دغه کنفرانس کې، د ټولګټو وزارت د تیر ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ترسره شوو فعالیتونو، لاسته راوړنو، سروې اوډیزاین، ترکار لاندې پروژو، د سړکونو او اوسپنیزې کرښې د ساتنې او څارنې، د جوماتونو د رغولو، د سړکونو د خوندې توب او د ترافیکي نښو، څراغونو او ګارد ریلونو د نصبولو، د اوسپنې پټلۍ له لارې د کرنیزو او سوداګریزو توکو د لیږد را لیږد( انتقالاتو)، د تفاهمونو او هوکړه لیکونو د لاسلیک، کارموندنو، د وزارت اړوند کار کوونکو د ظرفیت لوړونې، او د وزارت د راتلونکو پلانونو په تړاو هراړخیز او مفصل معلومات وړاندې کړل.

Documents

په دې اړه بشپړ راپور په لاندې لینک کې:

3 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۵۸
Background image

در یک هفته گذشته از طریق خط آهن ۹۱۳۷۳ متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در یک هفته گذشته از تاریخ ۱۴سنبله الی ۲۰ سنبله سال ۱۴۰۴ هـ.ش. از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان   ۹۱۳۷۳متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان    ۶۴. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۳۲
Background image

کار عملی فاز دوم قطعه چهارم خط آهن خواف – هرات به طول ۴۷ کیلومتر آغاز شد

از سوی وزارت فوایدعامه ا.ا.ا کار عملی فاز دوم قطعه چهارم خط آهن خواف – هرات به طول ۴۷ کیلومتر به ارزش بیش از ۵۴ میلیون دالر امریکایی آغاز شد، که با تکمیل شدن این بخش، خط آهن خواف – هرات. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۸:۱
Background image

کار سه پروژه به ارزش حدود ۴۲.۹ میلیون افغانی در ولایت بامیان آغاز شد

وزارت فواید عامه ا.ا.ا به منظور ایجاد سهولت های بیشتر و حل مشکلات ترانسپورتی باشندگان محل کار سه پروژه را در ولایت بامیان با حضور داشت محترم مولوی عبدالله سرحدی والی این ولایت، محترم. . .

BACK TO NEWS