په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۰۲۵۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۶
په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۰۲۵۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره یوه اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د اسد مياشتي له ۲۴مې نيټې څخه تر اسد ۳۰ مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ  له لارې (۸۰۲۵۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۵۵۲۳ ) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۱۸۷۱) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۹۳۴۷) ټنه او د خواف –هرات (۱۳۵۱۱ ) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۸۰۲۵۲) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه  صادرات دي،  په تېره یوه اوونۍ کې (۱۲۹)  ټنه صادرات شوي، چې معدني ډبرې دی.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

2 months 1 week ago

.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

کار ترمیم پل ثوری در ولایت فاریاب به ارزش بیش از ۳.۷ میلیون افغانی آغاز شد

از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا کار ترمیم پل تخریب شده ثوری ولسوالی قیصار ولایت فاریاب مربوط مسیر بادغیس – میمنه با حضور داشت محترم الحاج مولوی حمیدالله دانش رئیس فواید عامه این ولایت و. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱۱
Background image

در هفته گذشته از طریق خط آهن (۱۳۶۲۲۷) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۲ الی ۸ عقرب، سال ۱۴۰۴ هـ.ش.) از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان (۱۳۶۲۲۷) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان (۹۷۶۳۷) تُن. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۴
Background image

شاهراه سمنگان – بلخ به روی ترافیک باز گردید

شاهراه سمنگان – بلخ، که شب گذشته به‌ اثر زلزله و لغزش کوه در منطقه تنگی تاشقرغان به روی ترافیک مسدود گردیده بود، توسط ریاست فواید عامه ولایت سمنگان و به همکاری پرسونل وزارت دفاع ملی. . .

BACK TO NEWS