په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۷۷۶۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۴:۵۰
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۷۷۶۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د ميزان له ۱۱مې څخه تر ۱۷مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۷۷۶۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۸۰۷۵۹) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۷۳۶) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۶۰۲۶) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۶۲۴۷) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۱۷۷۶۸) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۲۶۶) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د آنارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

3 months 3 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

معین حفظ و مراقبت سرکهای وزارت فواید عامه به ولایت کنر سفر کرد

محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، معین حفظ و مراقبت سرکهای وزارت فواید عامه ا.ا.ا در ادامه سفرش به ولایات شرقی کشور به ولایت کنر سفر نمود و از جریان کار اعمار ۱۴ کیلومتر سرک ولسوالی غازی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۰
Background image

کار اعمار و ساخت یک پایه پل به طول ۱۰۰ متر با هزینه بیش از ۵۲ میلیون افغانی در ولایت لغمان آغاز شد

وزارت فواید عامه ا.ا.ا به‌منظور حل مشکلات باشندگان محل، ساخت یک پایه پل را بر روی دریای علیشنګ کار در قریه ده‌زیارت ولایت لغمان، با هزینه بیش از ۵۲ میلیون افغانی، با حضور داشت محترم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۳:۵۷
Background image

معین حفظ و مراقبت سرک‌های وزارت فواید عامه به زون شرق کشور سفر کرد

محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، معین حفظ و مراقبت سرک‌های وزارت فواید عامه ا.ا.ا، به‌همراه یک هیئت تخنیکی، به‌منظور بازدید و ارزیابی پروژه‌های این وزارت به زون شرق کشور سفر نمود.

وی. . .

BACK TO NEWS