په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۳۳۹۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۳
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۳۳۹۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دعقرب له ۳۰مې څخه د قوس تر ۶مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۳۳۹۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۰۸۷۲۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۰۴۲۱) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۹۸۶۷) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۴۳۸۳) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۵۳۳۹۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۶۳) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه ده.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

8 months 2 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۵
Background image

پروژه اعمار و ساختمان لات اول سرک بلخ - شبرغان( سرک بندرکلفت) به طول ۲۵ کیلومتر در ولایت بلخ جریان دارد

پروژه اعمار و ساختمان لات اول سرک بلخ - شبرغان(سرک بندر کلفت) به طول ۲۵ کیلومتر و با هزینه بیش از ۷۵۲ میلیون افغانی میان وزارت فواید عامه و یکی از شرکت های سرکسازی به شکل دیزاین بلت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

وزیر فواید عامه ا.ا.ا با سفیر جمهوری اسلامی ایران دیدار کرد

محترم الحاج ملا محمدعیسی ثانی، وزیر فواید عامه ا.ا.ا، با محترم علیرضا بیکدلی، سفیر جمهوری اسلامی ایران، در دفتر کاری‌اش در حالی که محترم الحاج مولوی عبدالکریم فاتح، معین تخنیکی وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۲۳
Background image

در هفته گذشته از طریق خط آهن ۲۲۹۵۳۶متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۴ الی ۱۰ثور، سال ۱۴۰۵ هـ.ش.) از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان ۲۲۹۵۳۶متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان ۱۵۸۱۳۳ تُن،. . .

BACK TO NEWS