په تخار ولایت کې درې پروژې د څه باندې ۳۴.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیق کیږي.

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۲:۲۱
په تخار ولایت کې درې پروژې د څه باندې ۳۴.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیق کیږي.

د ټولګټو وزارت لخوا په تخار ولایت کې د درېیو ترمیماتي پروژو کار د څه باندې ۳۴.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل او دامهال عملاً جریان لري.
په یادو پروژوکې لومړی د تخار – بدخشان ۵۸ کیلومتره سړک ترمیماتي پروژه ده چې د دغه وزارت له خوا د یو ودانيز او سړک جوړونې شرکت سره د ۱۶۰۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت قراردا شوې ده، چې رغنیزې چارې به یې د پنځو میاشتو په موده کې پای ته ورسیږي.
دغه راز دوهمه پروژه د تخار – کندوز د ۳۲.۳ کیلومتره سړک د ترمیم او بیا رغونې کار دی، چې د ټولګټو وزارت لخوا د یو ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره د ۱۶۰۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، چې رغنیزې چارې به یې د پنځو میاشتو په موده کې پای ته ورسیږي.

او همدارنګه دریمه پروژه د تخار ولایت له مرکز څخه پیل د بهارک، خواجه غار او دشت رباط ولسوالیو څخه په تېرېدو ترفرخار ولسوالۍ پورې د سړک د ترمیم او داغګیرۍ پروژه ده چې د یاد وزارت لخوا د ۲۹۸۱۴۰۹ افغانیو په ارزښت د یو ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوې ده چې د ترمیم او داغګیرۍ چارې به یې په درېیو میاشتو په موده کې پای ته ورسیږي.
د یادونې وړ ده چې، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به په یادو مسیرونو د تلونکو مسافرو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.
 

...

11 میاشتې 4 اونی ago

...

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تیرې ورځې د اورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله د لویو لارو او نښلوونکو سړکونو پاک کاري په چټکۍ سره جریان لري

د هېواد په یو شمېر ولایتونو (غور، هرات بغلان، بدخشان، تخار، سمنګان، بادغیس، هرات، خوست، پکتیا او پروان) کې د تیرې ورځې د اورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله یو شمېر لویې لارې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

د بغلان ولایت د یو شمېر نښلوونکو سړکونو پاک کاري جریان لري

د بغلان ولایت اړوند یو شمېر نښلونکي مسيرونه، چې د ورستیو اورښتونو او سېلابونو له امله یې رسوبي مواد د سړک مخې ته را ښویدلي وو دا مهال یې د پاکولو کار په شدت سره جریان لري.
د بغلان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۹:۲۳
Background image

ټولګټو وزارت د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک د پاتې برخو د اساسي رغونې پلان لري

د تېرې جمعې په ورځ د ریاست الوزرا‌ء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS