د تلو چارو د تنظيم رياست د اړتيا وړ 59 پايو جنراتورونو چمتو کول او تدارک د 1403 ه.ش مالي کال له پاره د باالمقطع قرارداد پر اساس.
د ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د 1403 هـ.ش کال له پاره د تلو چارو د تنظيم رياست د اړتيا وړ 59 پايې جنراتورونو د چمتو کولو او تدارک په داوطلبۍ کې چې MOPW/1403/G-25/NCB تشخيصيه نمبر لري د باالمقطع قرارداد پر اساس ګډون وکړي او خپل سرتړلي آفرونه د شرطپانې درج شويو شرایط په اساس وروسته د خبرتيا د خپرېدلو نه وسپاري.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: شرطپاڼه کولی شی چې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د تدارکاتو او اجناسو له آمريت نه چې په صدارت څلولاري ( پخوانۍ د کورنيو چارو وزارت سړک د احسايې او معلوماتو ادارې تر څنګه واقع دی د غوښتنليک په اساس په فلشميموري کې لاسته راوړي او د (1403/05/24)نېټه له 10:00 بجو څخه مخکې تر ماسپښينه چې ورستی ضربالاجل دی تسليم کړي انترنتي او وروسته رسېدلي آفرونه د منلو وړ ندي.
د آفر تضمين: د آفر تضمين د بانک ګرنټي په ډول 60،000 شپېتهزره افغانۍ دی.
د افر پرانيستلو نېټه: د آفر پرانيستلو نېټه د (1403/05/24)د چهارشنیبې ورځې 10:00بجې مخکې د ماسپښينه ده.
د آفر د پرانيستلو ځاي: د ټولګټو وزارت د مقام د غونډو تالار.
يادونه: که چيرې د آفر پرانيستلو ټاکل شوې نېټه (1403/05/24) د روان کال د حکومت له لورې رخصتي اعلان شي، د پروژې د آفر پرانيستلو غونډه به د درج شوي مکتوب له مخې د ورپسې کاري ورځې په هماغه وخت دايره شي.