د روان کال د ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه د ټولګټو وزارت رهبري او اداري غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۰:۱۰
د روان کال د ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه د ټولګټو وزارت رهبري او اداري غونډه ترسره شوه

د ټولګټو وزارت رهبري او اداري غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني په مشرۍ او د دغه وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح او د وزارت د مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې د یاد وزارت د روان کال د ترسره شویو پروژو او راتلونکي کال د پلان شوو پروژو په اړه خبرې اترې وشوې.

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیرمحترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د خپلو خبرو پرمهال ټولو مرکزي رئیسانو ته لارښوونه وکړه « داچې روان کال د پای ته رسیدو په حال کې دی د روان کال د ترسره شویو پروژو اسناد بشپړ کړئ، د راتلونکي کال پلانونو ته جدي پاملرنه وکړئ او زیاته یې کړه چې، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم سره سم باید، د وزارت هر شخص خپل مسئولیتونه او ورسپارل شوي کارونه په اخلاص ریښتینولۍ  او امانت دارۍ سره ترسره کړي، د خلکو ستونزې او مشکلات واوري او له هغوی سره مرسته وکړي او خپل صورت او سیرت د نبوي سنتو سره سم برابر کړي.

همدارنګه د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د یاد وزارت ولایتي رئیسانو ته لارښوونه وکړه، چې د روان ژمي په جریان کې دې د لویو لارو او سړکونو څخه د واورې پاکولو او د هیوادوالو د ستونزو په برخه کې دي جدي پاملرنه وکړي».
ورپسې د یاد وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې محترم مرستیال او  محترم تخنیکي مرستیال هم خبرې وکړې او و یې ویل، هرډول ماشینري، وسایط او تجهیزات چې د ټولګټو وزارت سره شتون لري د هیوادوالو په خدمت کې دي او باید د یادو تجهیزاتو او وسیاطو څخه په هرډول حالاتو ګټه واخلو، ترڅو هیوادوالو ته په یاده برخه کې بشپړې ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځ ته شي او زیاته یې کړه اړوند رئیسان دې د روان کال د پروژو راپور بشپړ او په اړه دې هر اړخیزه پلټنه وکړي؛ او شته ستونزو ته دې پر وخت رسیدنه وکړي.
د غونډې په پای کې د مالي او تدارکاتي موضوعاتو، د سړکونو، پلونو او پلګوټو په برخه کې د سږ کال د بشپړو شویو پروژو، د هیواد په بېلوبېلو ولایتونو کې د ټولګټو وزارت د قراردادونو، ملکیتونو او نیګړو پروژو په هکله هر اړخیزې خبرې و شوې او په اړه یې لازم تصمیمات ونیول شول.
 

10 months 2 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

کار اعمار لات اول سرک پروان–کوه صافی به طول ۲۰ کیلومتر جریان دارد

وزارت فواید عامه ا.ا.ا کار اعمار لات اول سرک پروان–کوه صافی به طول ۲۰ کیلومتر را در ولایت پروان به ارزش بیش از ۶۴۱.۶ میلیون افغانی با سکتور خصوصی قرارداد نموده است و اکنون کار  این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

تأکید وزارت فواید عامه بر تسریع کار پروژه ترمیم سرک غزنی–شرنه

محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، معین حفظ و مراقبت سرک‌های وزارت فواید عامه ا.ا.ا،مسوول شرکت قراردادی فردوس هیواد و راشد رحیم‌زی را به دفتر خود فراخوانده و در مورد تسریع جریان کار پروژه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

وزیر وزارت فواید عامه با سفیر ترکمنستان در کابل دیدار نمود

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر وزارت فواید عامه ا.ا.ا، با محترم خواجه عوضوف سفیر ترکمنستان مقیم کابل در دفتر کارش دیدار نمود و دو طرف در مورد همکاری‌های مشترک اقتصادی، تجارتی و. . .

BACK TO NEWS