دایکندی: د رباط - میرامور سړک رغنیزې چارې ۶۲ سلنه بشپړې شوي

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۵:۴۴
دایکندی: د رباط - میرامور سړک رغنیزې چارې ۶۲ سلنه بشپړې شوي

دا سړک چې ١٢.١٤٢ کیلومتره اوږدوالی، ٦ متره پلنوالی او د سړک دواړه غاړو ته دوه متره پلي لارې لري، د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ له رباط بازار څخه پیل او د دې ولسوالۍ تر اسیپلان سیمې پورې غځيږي، چې اوس مهال یې رغنیز کار له ۶۲.۴ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د یاد اسفالټ سړک د رغنیزو چارو تړون د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره لاس لیک شوی، چې ټول مالي لګښت یې د هېواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د دې پروژې د رغنیز کار په بهیر کې، د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې، چې د چارو له بشپړېدو وروسته به یې، د میرامور ولسوالۍ د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې تر ډېره هواري شي.

ټولګټو وزارت د متوازنې پراختیا اصل ته په پام سره په دې ولایت کې د اسفالټ یا پخو سړکونو تر څنګ د جغلي او کانکریټي سړکونو ګڼې پراختیایي پروژې هم لري، چې د چارو له بشپړېدو سره به یې د اوسېدونکو ډېرې ټرانسپورټي ستونزې هوارې شي.

7 months ago

.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۴۲
Background image

در هفته گذشته از طریق خط آهن وزارت فواید عامه۱۶۹۵۶۵ متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۲۲  الی  ۲۸حوت، سال ۱۴۰۴ هـ.ش.) از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان ۱۶۹۵۶۵  متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان ۱۰۸۰۸۶ تُن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

کار بازسازی طبقه دوم ۶۱.۲ کیلومتر سرک فراه – فراه‌رود جریان دارد

از سوی وزارت فواید ا.ا.ا، کار اسفالت طبقه دوم ۶۱.۲ کیلومتر سرک فراه – فراه ‌رود به ارزش بیش از ۳۹۵ میلیون افغانی در ولایت فراه جریان دارد.

این سرک از منطقه ریگی ولایت فراه آغاز شده و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

وزیر فواید عامه به ولایت لوگر سفر کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه، امروز شنبه در سومین روز عید به ولایت لوگر سفر کرده و از جریان کارهای ساختمانی شماری از پروژه‌ها بازدید به‌عمل آورد.

وی در جریان این سفر. . .

BACK TO NEWS