دایکندی: د رباط - میرامور سړک رغنیزې چارې ۶۲ سلنه بشپړې شوي

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۵:۴۴
دایکندی: د رباط - میرامور سړک رغنیزې چارې ۶۲ سلنه بشپړې شوي

دا سړک چې ١٢.١٤٢ کیلومتره اوږدوالی، ٦ متره پلنوالی او د سړک دواړه غاړو ته دوه متره پلي لارې لري، د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ له رباط بازار څخه پیل او د دې ولسوالۍ تر اسیپلان سیمې پورې غځيږي، چې اوس مهال یې رغنیز کار له ۶۲.۴ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د یاد اسفالټ سړک د رغنیزو چارو تړون د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره لاس لیک شوی، چې ټول مالي لګښت یې د هېواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د دې پروژې د رغنیز کار په بهیر کې، د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې، چې د چارو له بشپړېدو وروسته به یې، د میرامور ولسوالۍ د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې تر ډېره هواري شي.

ټولګټو وزارت د متوازنې پراختیا اصل ته په پام سره په دې ولایت کې د اسفالټ یا پخو سړکونو تر څنګ د جغلي او کانکریټي سړکونو ګڼې پراختیایي پروژې هم لري، چې د چارو له بشپړېدو سره به یې د اوسېدونکو ډېرې ټرانسپورټي ستونزې هوارې شي.

...

4 میاشتې ago

...

...
aa

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۵:۱۱
Background image

سمنګان: د ایبک – مزارشریف سړک د سروې کار پیل شو

د سنګان ولایت د ټولګټو ریاست لخوا؛ د ایبک (سمنګان) – مزارشریف (بلخ) لویې لارې د اساسي ترمیم په موخه؛ د ۴۰ کیلومتره سړک د سروې کار پیل شو. 
د ایبک – مزارشریف لویې لارې ځینې برخې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۴:۸
Background image

ننګرهار: له رسوبي موادو څخه د جلال آباد – کونړ سړک د پاکولو کار جریان لري

د ننګرهار ولایت د ټولګټو ریاست لخوا؛ د دغه ولایت د کوزکونړ (ښېوې) ولسوالۍ اړوند د جلال آباد – کونړ سړک د پاکولو چارې جریان لري.

یاد سړک د سیلابونو د پاتې شونو، رسوبي موادو، خاورو او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۲:۳
Background image

د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

د سالنګ لویه لار: 
د سالنګ لویه لاره د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده، دا مهال مسافر وړونکي موټر د ځنځیر (چین) په تړلو سره له دواړو لورو او له ټیلر پرته نور بار وړونکي موټر له شمال. . .

BACK TO NEWS