د سالنګ لویې لارې  د ۳۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم چارې پیل شوې

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۱ - ۱۲:۳۵
د سالنګ لویې لارې  د ۳۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم چارې پیل شوې

 

 دټولګټو وزارت لخوا د سالنګ لویې لارې  د ۳۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیا رغونې کار پیل شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، چې د ټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم مولوي عبد الکریم فاتح، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي، د ټولګټو وزارت یو شمیر رئيسانو ګډون کړی وو. 
په یادو مراسمو کې د ټولګټو وزارت تخنیکي معین، د سالنګ لویې لارې د ۳۰ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې په اړه معلومات وړاندې کړل، ویې ویل: دا سړک ۳۰ کیلومتره اوږدوالی، ۹ متره پلنوالی او ۱.۵ متره د سړک غاړو په لرلو سره په اساسي ډول ترمیم او بیارغول کېږي، چې ۱۰ کیلومتره به په شمالي سالنګ او ۱۰ کیلومتره په جنوبي سالنګ کې په اسفالټ ډول، چې د سړو سیمو لپاره ځانګړی قیر له ایران هیواد څخه ورته وارد شوی دی او ۱۰ کیلومتره نور به د تونل په دننه برخه کې په کانکریټي ډول سره په اساسي ډول ترمیم او بیاورغول شي. 
دټولګټو وزارت تخنیکي معین همدارنګه وویل: د یاد سړک په اوږدو کې دوه پایې پلونه، یو شمیر پولګوټې، د تونل د زهکشي سیستم او ګالریو ترمیم هم شامل دي، چې تر راتلونکي یوه کال پورې به یې د بیارغونې چارې بشپړې شي هغه وویل ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې هیوادوالو ته د ترانسپورتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه دې ورته پروژې تطبیق کړي. 

هغه همدا راز زیاته کړه د سالنګ لویې لارې ته د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت ځانګړې پاملرنه کوي، چې دیادې پروژې لګښت هم د رياست الوزرا محترم مقام له لوري اختصاص شوې بودیجې څخه ورکړل شي. 
ورپسې په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند محترم مولوي بلال کریمي خبري وکړې، هغه د ټولګټو وزارت هڅې وستایلې او د شمال ولایتونو ولسونو ته په ځانګړي ډول د سالنګ ولسوالۍ اوسېدونکو ته یې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د سالنګ لویې لارې ټولنیز او اقتصادي ارزښت ته کتو سره د یادې لویې لارې بشپړ ترمیم ته ژمن دی او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو هڅه کوي.
 په همدي لړ کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس محترم حافظ محمد یعقوب د یادې ترمیماتي پروژې د ارزښت په اړه خبرې وکړي او ډاډ یې ورکړ، چې دا پروژه به د ټولو اړوند تخنیکي مشخصاتو په پام کې نیولو سره تطبیق شي او د کار د غوره کیفیت په موخه په پرله پسې ډول نظارت ترې وکړي. او چا ته به دفساد اجازه ور نه کړي.
په پای کې یو شمیر دیني عالمانو او قومي مخورو خبرې وکړې، دوی د یادې ترمیماتي پروژې پر تطبیق خوښي څرګنده کړه او د ټولګټو وزارت له هڅو څخه یې د قدرداني تر څنګ د نورو پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه. 

دسالنګ لویه لار د هیواد یوه له مهمو ټرانزیټي لویو لارو څخه ده، چې د هیواد له مرکز سره د شمال ولایتونو پر نښلون سربیره له ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد (صادرات او واردات) کې اغیزمن اقتصادي رول لري چې په دی ورستیوکې د لوړ تناژ موټرو د تردد له امله ویجاړه شوې وه
اوس مهال ټولګټو وزارت د یادو ستونزو په پام کې نیولو سره له خصوصي ودانیزو شرکتونو سره په همغږۍ د یادې لویې لارې (۳۰) کیلومتره سړک په اساسي ډول ترمیم او بیاورغونې کار پیل کړ.
د دغه سړک د ترمیم پرمهال به یو شمیر هیوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او د کار له بشپړیدو سره به یې شته ترافیکي ستونزې هواري شي. 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

9 months 3 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۳:۴۶
Background image

وزیر فواید عامه از جریان کار پروژه سرک فراه–فراه‌رود بازدید کرد و بر تسریع و کیفیت کار این پروژه تأکید نمود

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه ‌ا‌.ا.ا  و هیئت همراه‌ اش در جریان سفر کاری خود به زون جنوب‌غرب کشور، از جریان تطبیق پروژه بازسازی اساسی سرک فراه فراه‌ رود در ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۳۲
Background image

وزیر فواید عامه از جریان کار ترمیم و بازسازی شاهراه کندهار– هلمند و اعمار سرک گرشک–موسی‌قلعه بازدید کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه‌ا.ا.ا، در جریان سفر کاری خود به زون جنوب‌غرب کشور که شماری از رؤسا و انجنیران تخنیکی نیز وی را همراهی مینمودند، از جریان تطبیق پروژه‌های. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

وزیر فواید عامه در سفر خود به زون جنوب‌غرب از جریان کار شماری از پروژه‌ها بازدید کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فوایدعامه ا.ا.ا، در جریان سفر کاری خویش به زون جنوب‌غرب کشور، که شماری از رؤسا و انجنیران تخنیکی نیز وی را همراهی می‌کردند، از جریان تطبیق شماری از. . .

BACK TO NEWS