د هېواد دیوشمیر لویولارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت: د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د واورې تیز اورښت او طوفان له امله ځينې لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۴:۴۰
د هېواد دیوشمیر لویولارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت:  د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د واورې تیز اورښت او طوفان له امله ځينې لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي


هغه لويې لارې او سړکونه چې د تیرو ورځو د واورې د تيز اورښت او طوفان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي:
سالنګونه: په سالنګونو کې هوا ورېځ ده د واورې کمزوری اورښت هم جریان لری یاده لویه لار د تېرو څلورو ورځو راهیسي  د واورې تیز اورښت، طوفان او د لیدلو ساحې د کم والي له امله د ترافیکو د تګ را تګ پر مخ تړل شوې ده او د دغې لو یې لارې په بیلا بیلو برخو کې ۲۵ځایه واوره راښویدلې، د واورې ضخامت په بیلا بیلو سیمو کې متفاوت دی، چې د ۱۵۰ سانتی مترو څخه تر ۳ مترو پوري رسیږي؛ نن طوفاني هوا دریدلي که چیری بحراني حالت کم شي یاده لویه لار به یو لین د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي د ټولګټو وزارت  د سالنګونو د ساتنې او څارنې پرسونل د یادې لویې لارې په بیلا بیلو برخو کې په واوره پاکولو بوخت دي.

 بامیان: په دغه ولایت کې د کابل - باميان لويه لار حاجیګک کوتل په ساحه کې او د پنجاب – آبقول کرمان مسیر د واورې او بادکویه له امله د ترافیکو پرمخ بند دي د یاد ولایت د ټولګټو ریاست پرسونل هڅه کوي چي ژرترژره یادې لارې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیزي.

غزني: په ياد ولايت کې هوا نیمه ورېځ او ده دغه ولایت د مالستان، ناهور او اجرستان ولسواليو مسيرونه بادکویه او طوفان له امله د ترافیکو پرمخ تړلي دي.

همدارنګه په ارزګان ولایت آسمان وریځ دی د وارې کمزوری اورښت جریان لري، د خاص اروز ګان د سنګر کوتل لاره،، د نورستان ولایت اړوند ځینې لاری، د بغلان ولایت د پلفي کوتل، د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لارې، د زابل ولایت  نوبهار او شینکۍ ولسوالیو مسیرونه د وارې له امله او په بلخ ولايت کې د البرز ولسوالۍ مسیرونه د واورې او کنګلونو له امله د ترافیکو پرمخ تړلي دي.

دغه راز د ټولګټو وزارت د ولایتي پرسونل په شپه او ورځ هڅو د غور، بدخشان، دایکندي، میدان وردګو، پروان، بادغیس، پکتیکا او یو شمیر نورو ولایتونو نښلونکي سړکونه له واورو څخه پاک کاري شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د ټولګټو وزارت ولایتي کارکونکي د هېواد په بیلابیلو برخو او زیان منونکو سیمو کې د واورې په پاکولو بوخت دي ترڅو هېواد والو ته بشپړي ترانسپورتي اسانتياوې برابرې کړي.

د ټولګتو وزارت له ټولو درنو هېواد والو او موټر چلونکو څخه د حوصله مندۍ غوښتنه او له هغو څخه هیله کوي چې د زیان مننونکو سېمو څخه د تیریدو پرمهال دي ژمني توکي او د وسایطو لپاره د ځنځیر (چین) له ځان سره ولري تر ځو له زړه بوږنونکو پیښو څخه مخ نیوی وشي.

5 months 3 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۴:۳۵
Background image

تکمیل و بهره‌برداری ساختمان تعمیر اداری ریاست فواید عامه ولایت زابل

کار اعمار و ساختمان تعمیر اداری ریاست فواید عامه ولایت زابل از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا، با هزینه‌ی حدود ۱۸.۳ میلیون افغانی تکمیل گردید، و با حضور محترم الحاج ملا شیرمحمد شریف، والی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۵:۱۱
Background image

بازدید وزیر محترم فواید عامه از پروژه‌های سرک ‌سازی در ولایت کاپیسا

محترم الحاج ملا محمدعیسی ثانی، وزیر فواید عامه ا.ا.ا، در جریان سفر کاری خویش به ولایت کاپیسا، از جریان کاری پروژه‌های سرک‌های اتصالی ولسوالی‌های تگاب و اله‌سای بازدید به‌عمل آورد.

در. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۸:۴۹
Background image

بازدید وزیر محترم فوایدعامه ازجریان کار پروژه لین دوم سرک بگرام- جبل السراج

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه، ا.ا.ا در سفرکاری خود به ولایت پروان، دیروزجمعه از جریان کار پروژه سرک لین دوم بگرام - جبل السراج درحالی بازدید نمود که محترم مولوی عزت. . .

BACK TO NEWS