د هېواد دیوشمیر لویولارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت: د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د واورې تیز اورښت او طوفان له امله ځينې لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي
هغه لويې لارې او سړکونه چې د تیرو ورځو د واورې د تيز اورښت او طوفان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي:
سالنګونه: په سالنګونو کې هوا ورېځ ده د واورې کمزوری اورښت هم جریان لری یاده لویه لار د تېرو څلورو ورځو راهیسي د واورې تیز اورښت، طوفان او د لیدلو ساحې د کم والي له امله د ترافیکو د تګ را تګ پر مخ تړل شوې ده او د دغې لو یې لارې په بیلا بیلو برخو کې ۲۵ځایه واوره راښویدلې، د واورې ضخامت په بیلا بیلو سیمو کې متفاوت دی، چې د ۱۵۰ سانتی مترو څخه تر ۳ مترو پوري رسیږي؛ نن طوفاني هوا دریدلي که چیری بحراني حالت کم شي یاده لویه لار به یو لین د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې پرسونل د یادې لویې لارې په بیلا بیلو برخو کې په واوره پاکولو بوخت دي.
بامیان: په دغه ولایت کې د کابل - باميان لويه لار حاجیګک کوتل په ساحه کې او د پنجاب – آبقول کرمان مسیر د واورې او بادکویه له امله د ترافیکو پرمخ بند دي د یاد ولایت د ټولګټو ریاست پرسونل هڅه کوي چي ژرترژره یادې لارې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیزي.
غزني: په ياد ولايت کې هوا نیمه ورېځ او ده دغه ولایت د مالستان، ناهور او اجرستان ولسواليو مسيرونه بادکویه او طوفان له امله د ترافیکو پرمخ تړلي دي.
همدارنګه په ارزګان ولایت آسمان وریځ دی د وارې کمزوری اورښت جریان لري، د خاص اروز ګان د سنګر کوتل لاره،، د نورستان ولایت اړوند ځینې لاری، د بغلان ولایت د پلفي کوتل، د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لارې، د زابل ولایت نوبهار او شینکۍ ولسوالیو مسیرونه د وارې له امله او په بلخ ولايت کې د البرز ولسوالۍ مسیرونه د واورې او کنګلونو له امله د ترافیکو پرمخ تړلي دي.
دغه راز د ټولګټو وزارت د ولایتي پرسونل په شپه او ورځ هڅو د غور، بدخشان، دایکندي، میدان وردګو، پروان، بادغیس، پکتیکا او یو شمیر نورو ولایتونو نښلونکي سړکونه له واورو څخه پاک کاري شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ټولګټو وزارت ولایتي کارکونکي د هېواد په بیلابیلو برخو او زیان منونکو سیمو کې د واورې په پاکولو بوخت دي ترڅو هېواد والو ته بشپړي ترانسپورتي اسانتياوې برابرې کړي.
د ټولګتو وزارت له ټولو درنو هېواد والو او موټر چلونکو څخه د حوصله مندۍ غوښتنه او له هغو څخه هیله کوي چې د زیان مننونکو سېمو څخه د تیریدو پرمهال دي ژمني توکي او د وسایطو لپاره د ځنځیر (چین) له ځان سره ولري تر ځو له زړه بوږنونکو پیښو څخه مخ نیوی وشي.