د کابل - کندهار لويې لارې د پاته برخو د اساسي ترميم او بیا رغونې کار پيل شوی دی

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۲:۴۶
د کابل - کندهار لويې لارې د پاته برخو د اساسي ترميم او بیا رغونې کار  پيل شوی دی

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د جمعې په مبارکه ورځ، ميدان وردک ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې  د ياد ولایت اړوند د کابل - کندهار لويې لارې د څلورو برخو له کاري بهير څخه لیدنه وکړه.
لومړۍ برخه يې له کابل څخه پیل تر ارغندې سیمې پورې، دويمه برخه یې له دراني بازار څخه پيل دميدان وردګو ولایت اړوند تر زرني سیمې پورې، درېيمه برخه يې له زرني سیمې څخه پیل د یاد ولایت د سيد آباد ولسوالۍ تر مرکز او څلورمه برخه يې د‌ سید آباد ولسوالۍ څخه پيل د ميدان وردګو ولایت تر عزيز قلعه سيمې پورې رسيږي، چې  د اساسي ترميم او بیا رغونې کار يې  څو ورځې وړاندې  پيل شوی دی او مالي لګښت يې د ټولګټو وزارت له بوديجې څخه ورکول کيږي.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د يادو برخو اړوند قرادادي شرکتونو او مسؤلینو او د پروژو څارونکو ټيمونو ته لار ښونه وکړه چې د کابل - کندهار لويې لارې د يادو برخو کار په ښه کيفيت او ټاکل شوي وخت سره پای ته ورسوي.

د يادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت تېر کال د يادې لویې لارې کار په ۷ برخو کې پيل کړی وو، چې اوس يې د کار د چټکتيا او غوره تطبيق په موخه په  بیلابیلو نورو برخو ويشلی دی.

د کابل - کندهار  لويه لار د هېواد يوه له مهمو اقتصادي لویو لاروو څخه ده، چې ګاونډيو هېوادونو ته د کرنيزو او سوداګريزو توکو په لېږد رالېږد کې غوره اقتصادي رول لري او په اساسي ترميم او بیا رغونې سره به یې د کرنيزو او سوداګريزو توکو په چټک لېږد رالېږد کې د پام وړ اسانتياوې رامنځ ته شي

10 months 2 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

کار اعمار لات اول سرک پروان–کوه صافی به طول ۲۰ کیلومتر جریان دارد

وزارت فواید عامه ا.ا.ا کار اعمار لات اول سرک پروان–کوه صافی به طول ۲۰ کیلومتر را در ولایت پروان به ارزش بیش از ۶۴۱.۶ میلیون افغانی با سکتور خصوصی قرارداد نموده است و اکنون کار  این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

تأکید وزارت فواید عامه بر تسریع کار پروژه ترمیم سرک غزنی–شرنه

محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، معین حفظ و مراقبت سرک‌های وزارت فواید عامه ا.ا.ا،مسوول شرکت قراردادی فردوس هیواد و راشد رحیم‌زی را به دفتر خود فراخوانده و در مورد تسریع جریان کار پروژه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

وزیر وزارت فواید عامه با سفیر ترکمنستان در کابل دیدار نمود

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر وزارت فواید عامه ا.ا.ا، با محترم خواجه عوضوف سفیر ترکمنستان مقیم کابل در دفتر کارش دیدار نمود و دو طرف در مورد همکاری‌های مشترک اقتصادی، تجارتی و. . .

BACK TO NEWS