د پکتیا ــ خوست لویه لار د ترافیکو پرمخ په بشپړ ډول پرانستل شوه
د پکتیا ــ خوست لویه لار چې تیره شپه د شواک ولسوالۍ اړوند په شبک سیمه کې، د غر ښوئیدنې له کبله د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ نیمایي بنده شوې وه، چې ولسونه یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.
د پکتیا د ټولګټو ریاست پرسونل په بېړنۍ توګه د خپلې شته ماشینري څخه په ګټې اخیستنې دغه لویه لار په بشپړ ډول پاکه کړه او اوس مهال موټر پرې په ډاډه ډول تګ راتګ کولای شي.