پنجشیر: په دره ولسوالۍ کې د یوه ٦ متره پُل رغنیز کار ٢٠ سلنه بشپړشوی
دا کانګریټي پُل چې شپږ متره اوږدوالی لري د ټولګټو وزارت له لخوا، د پنجشیر ولایت په دره ولسوالۍ کې د عبدالله خیل په کلي کې جوړيږي.
یاد پُل شپږ متره اوږدوالی، ١.١ کیلومتر نښلوونکی سړک او په ځینو برخو کې استنادي دیوالونه لري چې اوس مهال یې د جوړولو چارې په ٢٠ سلنه کاري پرمختګ روانې دي.
ددغه پل دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي چې مالي لګښت يې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.
د دغه پل د جوړولو پرمهال د سیمې ګڼو اوسېدونکو ته کاري ورځې رامنځته شوي چې د کار له بشپړیدو سره به یې د پله د اړوند کليو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر