پنجشیر: په دره ولسوالۍ کې د یوه ٦ متره پُل رغنیز کار ٢٠ سلنه بشپړشوی

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۱:۵۷
پنجشیر: په دره ولسوالۍ کې د یوه ٦ متره پُل رغنیز کار ٢٠ سلنه بشپړشوی

 

دا کانګریټي پُل چې شپږ متره اوږدوالی لري د ټولګټو وزارت له لخوا، د پنجشیر ولایت په دره ولسوالۍ کې د عبدالله خیل په کلي کې جوړيږي.

یاد پُل شپږ متره اوږدوالی، ١.١ کیلومتر نښلوونکی سړک او په ځینو برخو کې استنادي دیوالونه لري چې اوس مهال یې د جوړولو چارې په ٢٠ سلنه کاري پرمختګ روانې دي.

ددغه پل دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي چې مالي لګښت يې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دغه پل د جوړولو پرمهال د سیمې ګڼو اوسېدونکو ته کاري ورځې رامنځته شوي چې د کار له بشپړیدو سره به یې د پله د اړوند کليو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS