د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د بلخ له ټولګټو ریاست او حیرتان او اقینې بندرونو څخه لیدنه وکړه:

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د هیواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوي، تېره ورځ د بلخ ولایت له ټولګټو ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست کړنې او تر کار لاندې پروژې او راتلونکي پلانونه یې وارزول، دغه راز یې د یاد ریاست د کار کوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
په ورته وخت کې، د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، حیرتان او اقینې بندرونو ته سفر وکړ او هلته یې له تناژ تلو څخه له نږدې څارنه وکړه، چې پرمهال یې مسؤولینو ته له ټاکلي اندازې څخه د ډېر وزن د کنترول او چارو د غوره سمون په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له ماشینرۍ څخه هم لیدنه وکړه او مسؤولینو ته یې د غیر فعالې ماشینرۍ د ترمیم او مؤثرې ګټې اخیستنې او دغه راز د چارو د لا سمون په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر