د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د بلخ له ټولګټو ریاست او حیرتان او اقینې بندرونو څخه لیدنه وکړه:

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۵:۳۲
د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د بلخ له ټولګټو ریاست او حیرتان او اقینې بندرونو څخه لیدنه وکړه:

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د هیواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوي، تېره ورځ د بلخ ولایت له ټولګټو ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست کړنې او تر کار لاندې پروژې او راتلونکي پلانونه یې وارزول، دغه راز یې د یاد ریاست د کار کوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

په ورته وخت کې، د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، حیرتان او اقینې بندرونو ته سفر وکړ او هلته یې له تناژ تلو څخه له نږدې څارنه وکړه، چې پرمهال یې مسؤولینو ته له ټاکلي اندازې څخه د ډېر وزن د کنترول او چارو د غوره سمون په موخه لازمې لارښوونې وکړې. 

همدارنګه، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له ماشینرۍ څخه هم لیدنه وکړه او مسؤولینو ته یې د غیر فعالې ماشینرۍ د ترمیم او مؤثرې ګټې اخیستنې او دغه راز د چارو د لا سمون په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د ټولګټو محترم وزیر جنوب لوېدیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینیرانو یې ملتیا کوله، د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۳:۵۱
Background image

په ثور میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰۳۸۲۱مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰۳۸۲۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۶۸۸۴۷۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۹۵۱۲۱ټنه، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۳
Background image

د ټولګټو وزیر د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو د تطبیق او پرمختګ له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS