د درنو هېوادوالو اوباروړونکو وسایطو د موټر چلوونکو دپام وړ!
ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیا رغونې کار په درېوو برخو کې پیل کړی وو، چې دا مهال د یاد وزارت له لوري د تونل د دننه برخې او ۱۶ ګالرۍ د کانکریټ اچونې کار چې د یا وزارت په سږني کاري پلان کې شامل وه ۱۰۰ سلنه بشپړ شوی چې څه موده وړاندي یاده لویه لار د مسافر وړونکو وسایطو پرمخ پرانیستل شو وه او سبا پنج شنبه د ۱۴۴۵ کال د جمادي الثاني په ۱۴ نېټه به د بار وړونکو وسایطو پر مخ هم پرانیستل شي.
ټولګټو وزارت له ټولو درنو هېوادوالو او موټرچلونکو له حوصله مندۍ څخه مننه کوي او له دوی څخه په ډېردرنښت هیله کوي؛ چې له ټاکلې اندازې څخه د ډېر وزن له انتقال څخه ډه ډه وکړي، که چیرې له ټاکلې اندازې څخه ډېر وزن انتقال کړي نقلیه واسطه یې درول کیږي او موټرچلونکی به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپیژندل شي.
د یادونې وړ ده؛ چې ۳۰۳، ۴۰۴ او ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکو موټرو ته په نورمال ډول له دواړو لورو او بار وړونکو موټرو ته به د لاندې جدول په اساس د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي.