د کابل - کندهار پر لویه لار د یوه ١٧ متره پُل د ترمیم چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوي
ټولګټو وزارت د کابل – کندهار پر لویه لار، د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې یوه پایه پُل چې ١٧ متره اوږدوالی او ۸.۲۰ متره پلنوالی لري ترمیم او بیارغوي، چې اوس مهال یې د ترمیم چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي.
دا پُل چې له وړاندې د وسلوالو مخالفینو له لوري په بمونو الوزل شوی و، د خلکو په تګ راتګ کې یې خنډ او ځنډ رامنځته کړی و، ټولګټو وزارت یې د ترمیم او بیارغونې چارې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون کړې چې مالي لګښت یې د افغانستان دولت له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.
د یادوني وړ ده، چې د کابل – کندهار پر لویه لار د زابل ولایت اړوند د دوو نورو پلونو د ترمیم او بیارغونې چارې هم رواني دي، ټولګټو وزارت په پلان کې لري چې د کابل – کندهار لویه لار په اساسي ډول سره ترمیم او بیاورغوي.