اوکرایني شرکتونه د ريل پټلۍ په برخه کې همکارۍ ته چمتو او هيله من دي

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۴ - ۱۱:۱۴
اوکرایني شرکتونه د ريل پټلۍ په برخه کې همکارۍ ته چمتو او هيله من دي

د ټولگټو وزارت مالي او اداري معين ملا بخت الرحمن شرافت، د تخنيکي معينيت سرپرست سید ادریس میر او د افغانستان ريل پټلۍ ادارې تخنيکي معاون انجنیر عبدالباری صدیقي له ښاغلي شول ایک او ورسره د اوکراین خط آهن خصوصي کمپنيو تخنیکي ټيم سره ليدنه او خبرې اترې وکړې:

د ټولگټو وزارت مالي او اداري مرستيال اوکرايني هيئت ته د ښه راغلاست تر څنگ د افغانستان ريل پټلۍ ادارې د حيرتان، آقينې او تورغونډۍ بندرونو د فعاليتونو او نورو اړوندو چارو په اړه مالومات وړاندې کړل او د اوکراين ريل پټلۍ د خصوصي شرکتونو علاقمندي او له افغانستان ريل پټلۍ ادارې سره تخنيکي همکاريو څخه يې مننه او خوښي څرگنده کړه.

هغه زياته کړه، چې په سيمه کې د سرمايه کارۍ او انکشاف لپاره شرایط برابر او د ریل پټلۍ په اړه د هيواد په کچه ټوله زمينه مساعده ده او د هر اړخيزې همکارۍ، انکشاف، بيا رغونې، سرمايه کارۍ، ريل پټلۍ د معياري کېدلو او د اوکراین هيواد خصوصي سکټورونو له فعاليتونو منندوی او هرکلی يې کوو، تر څو وتوانيږو چې د هيواد په مهمو بندرونو کې مصؤن او معياري خدمتونه وړاندې شي.

اوکرایني هيئت افغانستان ته له خپل سفره د خوښۍ سره سره ډاډ ورکړ، چې

هڅه به کوي، تر څو په گډه ريل پټلۍ لينونو، لارو، بندرونو او بندرونو رغولو د تاسیساتو او تجهیزاتو برابرولو کې او يو له بل سره د نظرونو او وړاندیزونو تبادله وکړي او د ستونزو او اوسنۍ ننگونو مخنيوی او د فعاليتونو د انکشاف زمينه برابره کړي.

پدغه ليدنه کې دواړو خواوو له حيرتان بندر څخه د تجارتي مالونو په انتقال او د ریل پټلۍ ادارې د مسلکي انجينيرانو د ظرفيت لوړولو ،د حيرتان_مزار شریف مسیر څار او ساتنې، د ورکشاپونو جوړولو او د لوکوموتیف ( ريلي ماشین) رغولو او نورو د ريل پټلۍ اړوند همکاريو په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې.

په همدې مجلس کې ښاغلي شول‌ ایک وويل: موږ د افغانستان ريل پټلۍ په برخه کې سرمایه‌گذارۍ ته چمتو يو او غواړو په پيل کې له .ا.ا.ا. سره همکاري وکړو.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS