د وزارت پېژندنه

د ټولګټو وزارت پېژندنه او مخینه  


ټولګټو وزارت د افغانستان حکومت په جوړوښت کې له مهمو وزارتونو څخه ګڼل کیږي، چې د ۱۳۱۲ هـ ش د لړم میاشتې په ۲۷ نیټه د (۳۵۷۳) فرمان او د لړم میاشتې په ۳۰ نیټېه د (۲۹۰۱) فرمان پر بنسټ، د الله نواز خان په مشرۍ شاهي حکومت تشکیل او (الله نواز خان) د ټولګټو وزارت د وزیر په توګه وټاکل شو. الله نواز خان د ټولګټو وزارت لومړنی وزیر او نصرالله خان د دې وزارت د لومړی مرستیال په توګه، د ټولګټو وزارت له لومړنیو بنسټ ایښودونکو څخه دي. د ټولګټو وزارت اوږد تاریخ لري چې له بنسټ ایښودو ورسته پرته له کوم ځنډه د سړک جوړونې او نورو ودانیزو وسایلو او تجهیزاتو لکه ټراکټور او د واورې پاکولو په ماشین سمبال شو. 

د شاهي حکومت په وخت کې د ټولګټو وزارت فعالیتونه
ټولګټو وزارت له بنسټ ایښودو ورسته ګڼ فعالیتونه تر سره کړي چې د کابل او شاوخوا سیمې پلونه او ودانۍ، د کابل ښار او  د ناحیو د کوڅو جوړونه او بیا رغونه، د حضرت تمیم انصار د سړک بیارغونه، د ارواښاد نایب سالارعبدالوکیل خان د یادګاري څلي ودانۍ رغول، د خپلواکۍ د جشنونو ترتیب او تنظیم، د نجاري فابریکو رامنځته کول او بیاجوړونه، د سنګ تراشۍ او رنګ مالۍ د مرکزونو جوړول، د الماني متخصصینو په مرسته د تڼیو جوړول، د نساجی فابریکه، د جبل السراج تحتاني فابریکه، د کندهار د پشم اوبدل، د پلیټ جوړولو کار او دغه راز د څوکۍ جوړولو نومونه یادولای شو. 

له جنګونو مخکې د ټولګټو وزارت د سړکونو د رغونې، ساتنې او څارنې ټولي چارې د هغه بشري ځواک پر مټ چې د ټولګټو وزارت په اختیار کې و تر سره کولې. له بده مرغه د څه باندې دوو لسیزو جګړو په لړ کې د رغونې، ساتنې او څارنې برخې ټول ظرفیتونه چې د ټولګټو وزارت کې یې له پخوا شتون درلود ویجاړ او یا په بشپړ ډول له منځه یوړل شول.

د څه باندې دووه نیمو لسیزو جګړې او بحران ترڅنګ، په جګړه کې د ثقیله جنګې وسایلو استعمال او د خلګو لخوا د سړکونو ساتلو او څارلو ته نه پاملرنه د دې لامل شول چې ځینې سړکونه په بشپړه توګه وران او د ځینو نورو ځینې برخې ویجاړې شي. د لنډ مهالې ادارې په رامنځته کېدو سره د ټولګټو وزارت د یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو په مرسته بیا خپلو چارو ته دوام ورکړ او ځینې بنسټیزې پروژې یې وکارولې.

تر ۱۳۹۶ ه ش کال پورې د ټولګټو وزارت وکولی شول؛ شاوخوا (۲۱۶۱۷) کیلومتره سړکونه په اساسې ډول ورغوي چې له دې ډلې (۸۴۲۸) کیلومتره سړک په پاخه (اسفالټ) او اساسي ډول جوړ او بیا ورغول شو چې د ولایتي سړکونو تر څنګ یې د هیواد کړییز سړک او ملي لارې د سیمې له هیوادونو سره ونښلولې. همدارنګه په یاده موده کې (۱۳۱۸۹) کیلومتره جغلي سړک چې کلیوالي او ځینې ولایتې سړکونه په کې شامل دي رغول شوي. او (۳۷۲۵) متره پلونه د هیواد په بیلابیلو برخو کې د یاد وزارت لخوا جوړ شوي. دغه وزارت له ۲۰۰۱م راهیسي د کلیو د لارو جوړلو ملي پروګرام له لارې (۱۰۵۸،۲) کیلومتره پاخه (اسفالټ) شوي سړکونه، (۹۶۰۹.۶۲) کیلومتره چغل شوي سړکونه، (۳۷۱۸،۴۲) متره پلونه د هیواد په ګوټ ګوټ کې جوړ کړي دي. ټولګټو وزارت د لنډمهالې ادارې له راتلو تر ۱۳۹۶هـ ش کال پورې د اوسپنې پټلۍ رغنیزې چارې هم په غاړه درلودې، چې په دې وخت کې د اوسپنې پټلۍ رغول شوي، د  ۱۳۹۷/۱۱/۵ نیټه د ۴۳ ګڼه فرمان او د هېواد د اساسي قانون ۶۴ مادې ۱۳ فقرې پر اساس د اوسپنې پټلۍ اداره د ټولګټو وزارت څخه بیله او د خپلواکې ادارې په توګه رامنځته شوه.

د ټولګټو وزارت لرلید
د ټولګټو وزارت غواړي په افغانستان کې د سړکونو خوندې، اغېزمنه او کارنده شبکه رامنځته کړي چې سیمه اییزې لویې لارې، ملي لویې لارې او ولایتي سړکونه د پلونو په شمول د افغانستان د خلګو لپاره رامنځته کړي.

د ټولګټو وزارت لیدلوری
د ټولګټو وزارت لید لوری د داسې ترانسپورټې بنسټونو رامنځته کول او خوندیتوب یې دی چې له اقتصادي ودې، روغتیا، پوهنې او د افغانستان د خلګو له بسیاینې سره مرسته وکړي.

د ټولګټو وزارت ماموریت
ټولګټو وزارت د افغانستان د ټولو سیمو د نښلولو تر څنګ غواړي له بهرنیو ټرانزیټي لارو سره هم سړکونه ونښلوي چې په دې سره به افغانستان د سیمې د وصل رښتینی صفت حاصل کړي.

د ټولګټو وزارت په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰ زره  کیلو متره سړکونه په پاخه، جغل شوي او هوار شوي ډول رغولی چې د بنسټ په توګه ترې ګټه اخستل کیږي.

د ټولګټو وزارت بهرني ملاتړي بنسټونه ( نړیوال بانک، اسلامي پراختیایي بانک، اسیایي بانک، د ایټالیا دولت، د جاپان هیواد، د هندوستان هیواد، (USAID ) او(KFW  ) ادارې دي چې په پرمختیايي څانګو کې یې له دې وزارت سره ډېرې مرستې کړې دي.

د ټولګټو وزارت نوې ستراتیژي
د ټولګټو وزارت د نوې سټراټيژۍ پر بنسټ د سړکونو د رغولو په برخه کې تر راتلونکې پنځو کلونو ۴.۱۳ بیلیون ډالرو ته اړتیا لري تر څو وکولی شي چې افغانستان د سیمې د ټرانزیټ په مرکز بدل کړي. د یادو پیسو ډیره برخه به د سړکونو د شبکې په پراختیا، ودې، د سړکونو پر ساتنه او څارنه او همدا شان د یوه اوږدمهاله میکانیزم پر رامنځته کولو ولګول شي.

دغه ستراتیژې پر دریو برخو تمرکز کوي چې د سړکونو د بنسټیزو چارو له پراختیا او ودې سره تړاو لري:

۱) پر سړکونو دوامداره پانګونه  

۲) د سړکونو نښلول او سړکونو ته د هیواد د ټولو وګړو لاس رسی

۳) د سړکونو خونديتوب

۱) پر سړکونو اوږدمهاله پانګونه: 
 سره له دې چې د دې سکټور اهمیت د افغانستان په اقتصادي وده او پراختیا کې ارزښتناک دی، خو تر اوسه هومره پام نه دی ورته شوی چې اړتیا ورته لیدل کیږي. د ټولګټو وزارت به پوره هڅه وکړي تر څو له خپلو عایداتي سړکونو او سرچینو څخه د ټرانسپورټي بنسټونو د رغونې عواید تر لاسه کړي. په دې برخه کې اساسي موخه د عامه او خصوصي مشارکت جذبول او د مالیې وزارت په همکارۍ د سړکونو د تمویل د واحد رامنځته کول دي چې د عوایدو د زیاتوالي لپاره باید پر سړکونو فیس او مالیات وضع شي او د هغو لپاره به یو منظم میکانیزم او پالیسي رامنځته شي.

د دې تر څنګ د ستراتیژيکو موخو د تر لاسه کولو لپاره د ټولګټو وزارت د جوړښتونو او بشري ظرفیت لوړونه ډېره مهه ده. د ټولګټو وزارت د دې لپاره چې چارې په تخصصي توګه پر مخ یوسي یو لړ نور اقدامات هم په پلان کې لري چې قانوني چوکاټ او تشکیلاتي سیستم به د تخصص او مسلک په پر بنسټ رامنځته کړي تر څو وکولی شو د سړکونو د اغیزمنتیا لپاره په کور دننه او له بهر څخه پانګونه راجلب کړو.

۲) د سړکونو نښلول او د خلکو ورته لاسرسی:
د ټرانسپورټي مصرف د کموالي او سیمه اییزې سوداګرۍ لپاره د امکاناتو او بي شمېره فرصتونو د ودې او پراختیا لپاره د سړکونو د یوې پراخې او وصل شوي پیاوړي شبکې رامنځته کول د یاد وزارت له لومړیتوبونو څخه دي. په دې اړه د ټولګټو وزارت غواړي چې په یوه وخت کې د اقتصادي او سوداګریز دهلیزونو څو پروژې رامنځته او تقویه کړي لکه د شمال، جنوب، شرق او غرب دهلیزونه او همدا شان کړه ییز سړکونه لکه د کابل کړه ییز سړک او د هرات بای پاس سړک. د دې پروژو بشپړول به له شک پرته ملي او نړۍ وال پیوستون پراخ کړی او د اقتصادي فعالیتونو او سوداګرۍ د ودې سبب به شي.

 د دې پروژو په بشپړتیا سره به د سړکونو فزیکې وضعیت او په افغانستان کې یې اغېزمنتیا، د ټولګټو وزارت د سټراټیژۍ او پروګرامونو له مخې د نړۍ‌والو، ملي او کلیوالو سړکونو اتصال ته پراختیا ورکړي او د سړکونو د وصل شبکې په بشپړتیا سره به په هیواد کې د شته ټرانسپورټي ستونزو کچه ټیټه شي.

پر دې سربېره د ټولګټو وزارت داسې طرحې چمتو کړي چې د سړکونو د وصل شبکې پر وړاندې پراته خنډونه په ملي، ولایتي او ولسوالیو کچه له منځه یوسي. د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا لپاره د ساتنې او څارنې د دوامدار مدیریت نظم خورا مهم دی. په دې اړه د ټولګټو وزارت طرحې او برنامې تر کار لاندې دي چې وبه کولی شي په هېواد کې د ټولو خامو، جغل شويو او پخو سړکونو ساتنه او څارنه وکړي.

۳) د سړک خوندیتوب:
د سټراټېژۍ اصلي او وروستۍ برخه په افغانستان کې د اوسنیو او راتلونکو سړکونو ساتل او خوندېتوب ته ځانګړې شوې. د خوندیتوب چارې ته نه پاملرنه د دې سبب کیږي چې هره ورځ ډېر افغانان په ټرافیکي پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي، په خواشنۍ سره چې هیڅ داسې میکانیزم نشته چې د سړک له پېښو څخه مخنیوی وکړي، په خواشنۍ سره چې هیڅ داسې سیستم هم نشته چې د سړکونو پېښې ثبت کړي او د هغو پر بنسټ حکومت او اړوندې ادارې پرېکړه وکړي. د سړکونو د خوندیتوب اقداماتو په اړه چې له اوږده مهال راهیسې هېر شوي د ټولګټو وزارت اړین موارد لکه د سړکونو خوندیتوب څارنه، او د څارنې د ظرفیت لوړونې پروګرامونه پلان کړي دی.

د سړکونو د خوندیتوب لپاره د ټولګټو وزارت یوه داسې سټراټيژي ترتیب کړې چې له مخې به یې په افغانستان کې ټول سړکونه خویتوب حاصل  کړي. د سړکونو د پېښو ثبتولو سیستم به رامنځته شي چې له مخې به یې کره شمېرې اړوندو ادارو ته ورکړل شي او هغوی به د خوندیتوب لازم اقدامات تر سره کړي. په پای کې د ټولګټو وزارت د سړکونو د څو اړخیز  طبعیت په پام کې نیولو سره داسې طرحې جوړې کړې دي چې د وسایطو میخانیکي ارزونه، تطبیق او عامه پوهاوی به لاغښتلی کړي.

په مرکز او ولایتونو کې د ټولګټو وزارت ملکیتونه
د ټولګټو وزارت په مرکز او ولایاتونو کې د سالنګونو د ساتني او څارني ریاست په شمول په ټولیز ډول ۴۱۱۶،۷۴۴ جریبه ځمکه ملکیت لري چې له دې ډلې ۸۵۳،۹۹۹ جریبه ځمکه د هیواد په مرکز کې موقعیت لري چې ۲۸۰،۲۸۴ جریبه ځمکه د غیرمسؤلو کسانو او دولتي ادارو په غیري قانوني ډول غصب کړي او ۵۷۳،۷۱۵ جریبه ځمکه د ټولګټو وزارت په  واک کې ده.

د ولایاتونو د ټولګټو ریاسوتونه او د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست ۳۲۶۱،۷۴۵ جریبه ځمکه ملکیت لري چې له ډلي یې ۶۵۰،۳۱۲ جریبه ځمکه د غیر مسئولو کسانو او دولتي ادارو په غیر قانوني ډول غصب کړي او ۲۶۱۱،۴۳۳ جریبه ځمکه د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو او د سالنګونو د ساتني او څارني په واک کې ده.

دا وزارت دری معینیتونه ) تخنیکې معینیت، مالي او اداري معینیت او د ترانسپورټی بنسټونو د ساتنې او څارنې معینیت) لري.

 ټولګټو وزارت د تاسیس له کاله تر اوسه ۴۰ وزیرانو دنده اجرا کړي چې نوم او د دندې کال يې په لاندې ډول دي.

۱- الله نواز خان۱۳۱۲- ۱۳۱۳

۲- عبدارحیم خان ۱۳۱۳- ۱۳۱۷  

۳- عبدالحسین عزیز۱۳۱۷ -۱۳۲۰

۴- رحیم الله خان ۱۳۲۰- ۱۳۲۱

۵- محمد کبیر لودین۱۳۲۱- ۱۳۲۵ دوره دوم محمد کبیر لودین ۱۳۲۵- ۱۳۲۸

۶- محمد نعیم خان ۱۳۲۸- ۱۳۳۰  

۷- محمد اکرم پرونت ۱۳۳۰- ۱۳۳۲  

۸- عبدالحکیم شاه علمی۱۳۳۲- ۱۳۳۴  

۹- محمد کبیر خان ۱۳۳۴- ۱۳۴۱  

۱۰- محمد عظیم گران ۱۳۴۱- ۱۳۴۴

۱۱-غلام دستگیر عزیزی ۱۳۴۴- ۱۳۴۴  

۱۲- انجنیر احمدالله خان ۱۳۴۴- ۱۳۴۶  

۱۳ـ : انجنیر محمد احسان مسا ۱۳۴۶- ۱۳۴۸  

۱۴ـ انجینیر محمد یعقوب لعلی ۱۳۴۸- ۱۳۵۰  

۱۵ـ جنرال خواځک زلمی ۱۳۵۰- ۱۳۵۲  

۱۶- غوث الدین فایق ۱۳۵۲- ۱۳۵۷  

۱۷- جنرال محمد رفع ۱۳۵۷- ۱۳۵۷  

۱۸- غلام دستگیر خان پنجشیری ۲۳۵۷- ۱۳۵۸  

۱۹- دیپلوم انجنیر نظر محمد۱۳۵۸- ۱۳۷۰  

۲۰- داکتر فقیر محمد نیکزاد ۱۳۷۰- ۱۳۷۱  

۲۱- یاسر وردک ۱۳۷۱ - ۱۳۷۱  

۲۲- عبدالرحیم کریمی ۱۳۷۱- ۱۳۷۱  

۲۳- انجنیر محمد الله شریفی ۱۳۷۱- ۱۳۷۲  

۲۴- انجنیر فیض محمد منگل ۱۳۷۲- ۱۳۷۲  

۲۵- نجنیر محمد الله شریفی ۱۳۷۲- ۱۳۷۵  

۲۶- مولوی آغا لالی ۱۳۷۵- ۱۳۷۵

۲۷- ملا الله داد شهید ورور ۱۳۷۵-۱۳۷۷  

۲۸- مولوی احمد الله مطه نانی ۱۳۷۷- ۱۳۷۸  

۲۹- ملا سعد الدین سعید ۱۳۷۸- ۱۳۸۰  

۳۰- داکتر خالق فضل ۱۳۸۰- ۱۳۸۱  

۳۱- حاجی عبدالقدیر ۱۳۸۱- ۱۳۸۱

۳۲- داکتر عبدالله علی ۱۳۸۱- ۱۳۸۳  

۳۳- گل آغا شیرزی ۱۳۸۳- ۱۳۸۳  

۳۴- داکتر سهراب علی صفری ۱۳۸۳- ۱۳۸۹  

۳۵- دیپلوم انجنیر عبدالقدوس حمیدی ۱۳۸۹- ۱۳۹۰

۳۶- دیپلوم انجنیر نجیب الله اوژن ۱۳۹۰- ۱۳۹۲  

۳۷- نجنیر نور گل منگل ۱۳۹۳- ۱۳۹۳  

۳۸- دیپلوم انجنیر محمود بلیغ ۱۳۹۴- ۱۳۹۶

۳۹- دیپلوم انجنیر یما یاری 16 اسد ۱۳۹۶- ۱۳۹۸  

۴۰- انجنیر نجیب الله یمین، د لیندۍ ۱۲، ۱۳۹۹ـ

د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۱۳۹۷/۱۰/۲ نیټې د ۱۱۶ ګڼه فرمان پر بنسټ، د اوسپنې پټلۍ خپلواکه اداره، د ملکې هوايي چلند اداره، د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو ریاست او ټولګټو وزارت له ټرانسپورټ وزارت سره یوځای او د نوي مرکزي اداري واحد په توګه یې د ټرانسپورټ وزارت تر عنوان لاندې دوام پیداکړ، خو د کرونا ویروس له خپریدو سره د مقابلې په بحراني حالت او له همدې امله په ملي بودیجه کې د محدودیت، ملي شورا لخوا د مخکنیو تشکیلاتو پر بنسټ د بودیجې صویب او یادو بنسټونو کې د اصلاحاتو ځنډ، او دغه راز د پرمختیايي لومړیتوبونو په نښه کول چې وخت ته یې اړتیا و. د جمهوري ریاست د لوړ مقام له لورې د ۲۲ ګڼه او ۱۳۹۹/۲/۲۸ نېټې فرمان سره  مخکنی فرمان چې د دغو ادارو د ادغام په اړه ورکړل شوی و وځنډاوه او یادو ادارو د پخوا( مخکې له ادغام) په څېر خپلو چارو ته دوام ورکړ.

...

9 میاشتې 4 اونی ago

...

...