ایران د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو رغولو لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۲۲
ایران د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو رغولو لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي

 د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي سره وکتل او دواړو لورو د ابو نصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو د بشپړېدو، د میلک دویم پل رغولو، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له مسیر څخه د انتقالاتو پر زیاتوالي او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په تړاو خبرې اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې د ایران سفیر ښاغلي عليرضا بیګدلي وویل «د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر سره تر تیرې ناستې وروسته موږ د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو، د خواف – هرات اوسپنیزې کرښې مسیر څخه لیدنه وکړه او ایران ته د سفر په ترڅ کې د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د بشپړېدو لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې شوې.» هغه دغه راز زیاته کړه، چې د یاد سړک کار به د روان کال تر پایه بشپړ شي.
د لیدنې په لړ کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني ښاغلي عليرضا بیګدلي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ایران هیواد له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل «د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو بشپړېدل د ا.ا.ا د اقتصادي پلان له لومړيتوبونو څخه و.» او زیاته یې کړه، ټولګټو وزارت غواړي، چې د دواړو هیوادونو د خلکو او سوداګرو د ستونزو د حل په موخه د یاد سړک د پاتې برخو رغولو کار ژر تر ژره بشپړ شي.
 په یاده لیدنه کې دواړو لورو د خواف – هرات اوسپنیزې کرښې مسیر د ستونزو د حل، له اوس څخه د انتقالاتو پر پنځه برابره زیاتوالي، د میلک دویم پل د رغولو، د دوغارون مسیر د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کموالي په موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د یوه نوي مسیر پر جوړولو، د دوه اړخیزو او درې اړخیزو هوکړه لیکونو د لاسلیک، د افغانستان په زیربنایي پروژو په خاص ډول د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ایراني شرکتونو د لیوالتیا او د ایران هیواد له لوري د اوسپنې پټلۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو په هکله هراړخیزې خبرې اترې وکړې.
په پای کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ او په دې اړه پر نورو ناستو ټینګار وکړ.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS