تخار: د اشکمش – بنگي سړک د جغل اوچونې کار بشپړ شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۲ - ۱۲:۲
تخار: د اشکمش – بنگي سړک د جغل اوچونې کار بشپړ شو

د تخار ولایت د ټولگټو ریاست لخوا د دې ولایت د اشکمش – بنگي ولسوالۍ تر منځ د ۱۰ کیلومتره غځیدلي سړک د جغل اچونې چارې بشپړي شوې.

د سړک د جغل اچونې دا پروژه د ټولگټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت تړون شوې وه، چې مالي لگښت یې د ا.ا.ا، له لوري ورکول شوی دی او دا مهال یې د جغل اچونې کار بشپړ شو.

د دغې پروژې د کار په جریان کې د سیمې اوسیدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول سره د کار زمینه هم رامنځته شوې وه، چې دا مهال به یې د کار له بشپړیدو سره د دغه ولایت د اشکمش او بنگي ولسوالیو د اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

ټولگټو وزارت هڅه کوي تر څو خپلو مالي امکاناتو ته په کتلو سره د هیوادوالو ترانسپورتي ستونزې هوارې کړي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱۷۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب / حوت میاشتې له ۲۹ نیټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري / حمل میاشتې تر ۶ نیټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لاری۱۵۱۷۵۰  متریک ټنه انتقالات شوي دي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

BACK TO NEWS