د افغانستان د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس د قزاقستان په آستانه ښار کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په څوارلسمه سیمه‌ییزه غونډه کې ګډون وکړ

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۱۵
رئیس عمومی اداره راه آهن افغانستان در چهاردهمین نشست منطقه‌ای سازمان همکاری‌های اقتصادی (ایکو) در شهر آستانه کشور قزاقستان اشتراک کرد

د ا.ا.ا د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په څوارلسمه سیمه‌ییزه غونډه کې، چې د قزاقستان په آستانه ښار کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د اوسپنیزې لارې نویو پروژو، د انتقالاتو د زیاتوالي، د غړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنیزې لارې څخه د انتقالاتو بهیر د ډیجیټلي کولو او د سوداګرۍ او ترانزیټ په اسانتیاوو کې یې د اهمیت، همدارنګه د افغان ټرانس اوسپنیزې لارې پروژې او د بلخ – هرات – کندهار اوسپنیزې لارې پروژې په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د افغانستان د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس په خپله وینا کې د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې سره، د اوسپنې پټلۍ د پراختیا او سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ، نوموړي وویل، چې افغانستان اوس مهال شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره فعاله اوسپنزه  لاره لري او هر کال نږدې پنځه میلیونه ټنه سوداګریز توکي د همدې شبکې له لارې لېږدول کېږي، نوموړي همدارنګه د هرات او فاریاب په مسیرونو کې د شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره اوسپنیزې لارې د  جوړولو د چارو د روان بهیر او د کاسا (CASA)  اوسپنیزې لارې دهلېز د شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره مسیر د مطالعاتو او تفصیلي ډیزاین د بشپړېدو په اړه هم خبرې وکړې.

د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د درې‌اړخیز تړون پر بنسټ د افغان ټرانس اوسپنیزې لارې دهلېز د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پیل یادونه هم وکړه او وویل، چې دغه پروژې کولای شي د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اتصال، د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا او د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي. هغه په پای کې ټینګار وکړ، چې افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه‌والي او ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت په پام کې نیولو سره چمتو دی، چې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ایکو له غړو هېوادونو سره د همکاریو له لارې د سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي هوساینې په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.

د افغانستان د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس د دې غونډې په څنډه کې د قزاقستان، ازبکستان، پاکستان او ایران له استازو سره هم وکتل او د افغان ټرانس اوسپنیزې لارې او د بلخ – هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ پروژو د تطبیق او د بلخ – هرات – کندهار پروژې ته د پانګه‌والو د راجلبولو په اړه یې بحث او خبرې وکړې. نوموړي د دغو پروژو د تطبیق په برخه کې د اوسپنیزې لارې ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

  همدارنګه، په دې سفر کې د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس د ایران د اوسپنې پټلۍ له استازي سره جلا ناسته درلوده، په دې ناسته کې د قزاقستان او ازبکستان له هېوادونو څخه تورغونډۍ بندر ته د باروړونکو موټرو په وسیله د سوداګریزو توکو د د لېږد او له هغه ځایه ایران ته د اوسپنیزې لارې څخه د انتقال، همدارنګه د افغانستان او ایران ترمنځ د مسافر وړونکو اورګاډو د فعالیت د پیل په اړه خبرې وشوې، چې د افغانستان له لوري د اړین چمتووالي تر بشپړېدو وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافر وړونکو اورګاډو فعالیت هم پیل شي.

 همدارنګه، د قزاقستان د اوسپنیزې لارې ادارې له استازي سره په لیدنه کې د تورغونډۍ – هرات – سپین‌بولدک اوسپنیزې لارې پروژې د عملي کار د پیل په اړه خبرې وشوې، قزاقستاني لوري هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ آسانتیاوو رامنځته کولو او د سفر وخت او لګښت راکمولو په موخه د یوه خپلواک هوايي دهلېز د جوړولو لپاره د خپلو هڅو خبر ورکړ.

د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د افغانستان په ګډون لس غړي هېوادونه لري چې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه فعالیت کوي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په کاپیسا ولایت کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا، د سړکونو د رغنیزو چارو د کیفیت او چټکتیا د ډاډ ترلاسه کولو او د پروژو د کاري بهیر د ارزونې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴
Background image

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنیزې لارې څخه د سوداګریزو توکو انتقالات څه باندې دوه برابره زیات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو او د خواف ـ هرات د اوسپنیزې لارې له مسیر څخه په ټولیزه توګه ۴ میلیونه او ۸۸۸ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ سړک په اوږدو کې د دوو پایو پلګوټو د ترمیم او بیارغنې چارې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ سړک پر مسیر د دوو پایو پلګوټو  د ترمیم او بیا رغونې چارې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ ولایت د ټولګټو رئیس. . .

BACK TO NEWS