د اوسپنې پټلۍ مرستیال د چین هیواد د لانژو نړیوال خشکه بندر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۴:۳۱
د اوسپنې پټلۍ مرستیال د چین هیواد د لانژو نړیوال خشکه بندر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم مولوي محمداسحاق صاحب‌زاده چین هیواد ته د سفر پر مهال د لانژو نړیوال خشکه بندر څخه د لیدنې تر څنګ د یاد بندر له مسئولینو سره هم وکتل او د اړوندو موضوعاتو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

ياده لیدنه چې د چینایي مسئولینو سره ترسره شوه؛ پکې دواړو لورو د افغانستان د خصوصي سکټور د ودې لپاره د لازیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو، د حيرتان – مزارشريف په نایب آباد تمځای کې د خشکه بندر د رامنځته کولو او همدارنګه د یاد دهلیز له لارې د افغانستان د صادراتي توکو پر انتقال ټینګار وکړ او په پام کې ده، چې د دواړو لورو ترمنځ به د یادې موضوع په هکله تفصیلي مذاکرات ترسره شي.

د لانژو ښار د چین هیواد د کانسو ولایت مرکز دی، چې د جغرافیایي جوړښت له مخې د چین هیواد له مرکزي ولایت څخه شمېرل کیږي، د چین هیواد نړیوال خشکه بندر د لانژو ښار ستراتیژیک اهمیت ته په کتو رغول شوی دی، چې د افغانستان ډېری سوداګریز توکي د چین د بېلابېلو ولایتونو څخه د یاد بندر له لارې د قرغیزستان او ازبیکستان هیوادونو څخه په تیرېدو د ریل پټلیو په مرسته د حيرتان بندر له لارې مزار شریف ښار ته لیږدول کیږي

د چين – قیرغزستان – ازبیکستان او افغانستان ریلي دهلیز له دوو کلونو راهیسي فعال شوی دی، چې د ګډون کوونکو هیوادونو د تخفیف له مخې د یاد دهلیز له لارې افغانستان ته د کانټینرانو په مرسته د سوداګریزو توکو د لېږد زمینه برابره شوې ده.

دغه مسیر نه یواځې د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو توکو د لیږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي؛ بلکې د ریلي انتقالاتو په حجم کې يې هم زیاتوالی راوستلی دی.

...

11 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۳:۱۴
Background image

د ټولګټو محترم وزیر په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري سړک د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې، چې تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله د بغلان ولایت په دهنه‌غوري ولسوالۍ کې د ۱۷.۶ کیلومتره سړک د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال د ایبک - روی دو آب سړک څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د دغه وزارت تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام په سمنګان ولایت کې د ایبک - روی دو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۸:۳۸
Background image

د ټولګټو محترم وزیر په بلخ ولایت کې د یو شمېر تر کار لاندې پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په دوام، په داسې حال کې چې یو تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله، بلخ ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت. . .

BACK TO NEWS