د بامیانو له نعل شیره تر شهیدانو دروازې پورې د سړک جوړولو کار ۸۶ سلنه بشپړ شوی

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۱:۹
د بامیانو له نعل شیره تر شهیدانو دروازې پورې د سړک جوړولو کار ۸۶ سلنه بشپړ شوی

دا سړک چې څه باندې ۶ کیلومتره اوږدوالی لري، د بامیانو ولایت د مرکز اړوند له نعل شیره سیمې تر شهیدانو دروازې پوري غځیدلی دی، چې دا مهال یې د رغونې چارې له ۸۶ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري

د یادې پروژې رغنیز کار د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت له دوو سیمه ییزو شوراګانو سره تړون شوې وې، چې اوس مهال یې د جوړولو کار بشپړیدو ته نږدې شوی

د دې پروژې د رغنیز کار په جریان کې په مستقیم او غیر مسقیم ډول ۱۵۶۹۵ کاري ورځې رامنځته شوي، چې له بشپړیدو سره به یې د بامیانو ولایت د مرکز اړوند، لدو، دروازها، نعل شیره ها او د شهیدانو کلي د یاد ولایت له مرکز سره ونښلي

همدارنګه به د یادو کلیو د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې ورسره هواري شي او د کرنیزو توکو په لېږد کې به تر پخوا ګڼې اسانتیاوي هم رامنځته شي

د ټولګټو وزارت ـ مطبوعاتي څانګه

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۶/۲۹) نېټې د (۴۵۴۱) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدالواسع صابري، چې تر دې وړاندې یې د ټولګټو وزارت د سړکونو د خوندیتوب او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

BACK TO NEWS