د ترینکوت – دهراود ۵۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې کار جریان لري

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۰:۱۷
د ترینکوت – دهراود ۵۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې کار جریان لري

د اروزګان ولایت، د ترینکوت – دهراود ٥٠ کیلومتره سړک د اساسي رغونې کار جریان لري.

دا سړک، چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی، ۷ متره پلنوالی، ۳ متره د سړک غاړې لري؛ د اروزګان ولایت د مرکز ترنیکوټ له کاش خنجک سېمې څخه پیل د دهراود ولسوالۍتر پُل چتو سیمې پورې غځېدلی دی.

 د سړک په دغه پروژه کې د ۲ پایې پُلونو، ۲ بستره واشونو او ۱۶۲ پایې پلګوټو د ترمیم او بیا رغونې کار هم شامل دي چې دا مهال یې چارې جریان لري.

د یاد سړک په ترمیم او رغونې سره به د یاد ولایت د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک په آسانۍ سره تګ راتک وکړي. 

...

3 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۲۲
Background image

په بدخشان ولایت کې د ٢٦ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٦٠٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بدخشان ولایت د اوسېدونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه په یاد ولایت کې د ٢٦ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٦٠٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.

یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۱۹
Background image

د سالنګونو پر لویه لار د یو ۵۸۰ موټر د چپه کیدو له امله یوشمېر هېواد وال شهیدان او ټپیان شوي دي

تیره شپه ۲:۰۰ بجې د سالنګونو لویې لارې اړوند د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې یو ۵۸۰ ډوله موټر، چې له شمال له خوا جنوب لوري ته پر لاره وو د موټرچلوونکي د بې احتیاطۍ له امله له اصلي مسیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د کابل – جلال‌آباد دویم لاین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د هېواد ختیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال د یو تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل – جلال‌آباد دویم. . .

BACK TO NEWS