د جوزجان ولايت قوش تيپې - درزاب ولسوالۍ سړک جغل کاري روانه ده
د جوزجان ولايت قوش تيپې - درزاب ولسوالۍ ۶۰ کيلو متره سړک جغل کاري د جوزجان ولايت ټولگټو رياست لخوا چې د ولسي خلگو په همکاري پيل سوی وو روانه ده.
ددې پروژې کار څو ورځې کېږي چې پيل سوی دی او تر اوسه پورې ۲۰ کيلو متره جغل کاري سوی دی.
د يادونې وړ ده چې دا سړک ۱۱۰ کیلومتر اوږدوالی لري، ۴۰ کیلومتره يې سفالټ او ۱۰ کیلومتره يې جغلي دی چې په تېره اداره کې رغول شوی وو او پاتې ۶۰ کیلومتره يې ددې ولايت د اوسيدونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه جغل کاري کېږي.
د ټولگټو وزارت رسنیز دفتر