د جوزجان – بلخ لویې لارې د ویجاړو برخو د ترمیم کار د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري
دټولګټو وزرات لخوا د جوزجان – بلخ لویې لارې د ویجاړو برخو د ترمیم او پاک کارۍ، پردغه مسیر د یوه پایه پولګوټي د رغونې او د ۳۶ متره په اوږد والي سره د تلې د سړک د کانکریټ اچونې کار جریان لري.
دغه پروژه د ټولګټو وزارت او یو خصوصي ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ؛ د څه باندي ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی چې د دریو میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي.
د یادونې وړ ده؛ چې د دغې ترمیماتي پروژې د کارپه جریان کې د سېمې یو شمېر او سیدونکوته د کار زمینه برابره شوې او د کار په بشپړیدو سره به یې د خلکو ترانسپورتي ستونزي دپخوا په پرتله هوارې شي.