د خوست ولایت د ګربزو ـ غلام خان سړک له رسوبي موادو څخه پاک کاري جریان لري:
د ګربزو ولسوالۍ - غلام خان بندر سړک چې د وروستیو سېلابونو له امله رسوبي مواد د سړک سطحې ته را وتلي وو او خلک يې د تګ راتګ پرمهال د ترانسپورتي ستونزو سره مخ کړي وو، چي دامهال یې د پاک کارۍ چارې د خوست ولايت د ټولګټو ریاست؛ پرسونل او ماشينرۍ له لوري جريان لري.
د ياد سړک په پاکولو سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او خلک به په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي