د درنو موټرچلونکو د پام وړ!

media_admin
د درنو موټرچلونکو د پام وړ!

ټولګټو وزارت روان کال د سالنګونو لویېلارې د پلان شویو برخو کار نوی بشپړ کړی دی، په همدې اساس یاد وزارت د وسایطو له ټولو موټر چلوونکو څخه په درنښت هیله کوي چې لاندي دوه ټکو ته دې په ټینګه پاملرنه وکړي:
1-     باروړونکې وسایط دې د ټولګتو وزارت د تلو له معیار او مقررې سره سم وزن انتقال کړي ترڅو د سړک د رغول شویو برخو د بیا ویجاړیدو، او تلو ته څیرمه د ترافیکي ګڼې ګوڼې سبب نه شي، هغه وسایط چې وزن یې د تلو له معیار څخه زیات وي دیاد وزارت د مقررې له مخې درول کیږي.

2- ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې اړوند د تونل په اوږدو کې د هواکشونو لپاره پَکې نصب کړي دي ترڅو هېواد وال د تونل دننه له ستونزو سره مخ نشي، د دې لپاره چې پَکې تخریب نشي وسایط نشي کولای له ۴ متره او ۳۰ سانتي مترو څخه په زیاته ارتفاع  بار انتقال کړي.

دغه راز ټولګټو وزارت له ټولو درنو هېواد والو او موټر چلوونکو څخه هیله کوي، چې د خپل سر او مال د خوندي ساتلو په موخه دې د لویو لارو د مؤظفینو لارښوونو ته پاملرنه وکړي، ترافیکي قوانین دې مراعت کړي او د زیان منونکو سیموڅخه د تیریدو پرمهال دې ګرمې جامې، ژمني توکي او د وسایطو لياره ځنځیر( چین ) له ځان سره ولري.
 

...

2 میاشتې ago

...

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۳:۲۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د تړل کېدو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت پلان لري، چې د تخنیکي مشخصاتو پر بنسټ، د سالنګونو لویې لارې د تونل د ننه برخې، ۱۵مې او ۱۶مې ګالرۍ پر کانکریټ سربېره، د ۶ سانتي‌متره په ضخامت یوه لایه محافظتي قیر . . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۸:۵۰
Background image

د بې‌کیفیته تیلو د مخنیوي هیئت د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستيال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح په ملتیا، نن پنجشنبه د سالنګ له لارې له نژدې لیدنه ترسره کړه

د سړک د رغونې چارو له کتنې او له اړوندو مسئولینو سره تر تفصیلي خبرو وروسته، لاندې پرېکړې وشوې:

۱. له شمال څخه هغه لوړ ټناژ لرونکي (لس‌ټایره) ټانکرونه چې د نفت او ګاز امارتي شرکت د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

د سالنګونو لویې لارې په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!


دا چې د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخو د بيارغونې چارې جریان لري؛ د کار د چټکتیا او غوره ترسره کیدو په موخه یاده لویه لار د ۱۴۰۴ هـ. ش.  کال د زمري (اسد) مياشتې په لومړۍ نېټه د ټیلري . . .

Back to announcements