د قرارداد د ورکړی خبرتیا
د ټولګټو وزارت په پام کې لري ترڅو د نورستان ولايت د پنځو مسيرونو چې ۱۰۰ کيلو متره اوږدوالی لري د واورې پاکونې قرارداد د في واحد قرارداد په ډول د ۱۴۰۳ ه.ش کال له پاره چې د MOPW/1403/NC-49/NCB تشخيصيه نمبر درلوودونکی دی د سيال ودانيز او بنسټيز شرکت چې (87728)جواز نمبر درلوودونکی دی پته:کابل ولايت مرکز،۴ناحيه د تيمني ۵ سړک 1,940,000 يو ميليون او نه سوه څلويښت زره مجموعي ارزښت ورکړي.
حقيقي او حکمي اشخاص چې هر ډول اعتراض ولري کولۍ شي چې د تدارکاتو د قانون د ۵۰ ماده سره سم د خپلو دلائلو سره په ليکلي ډول د دغه خبرتيا د خپرېدلو نه تر ۷ تقويمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت ته وسپاري.
ياده خبرتيا د قرارداد د عقد په معنی نده د قانوني پروسې تر پوره کېدلو او د ياد معياد تر بشپړېدلو پورې قرارداد نه منعقد کېږي.