د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (3) قلمه غوښې د چمتو کولو او پېرلو پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (3) قلمه غوښې د چمتو کولو او پېرلو پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/G-36/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو اصولو له مخې د محترم امان ایوبي د سړک جوړونې، لوژستیکي او ساختماني خدماتو شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (86571 ) ده او د شرکت پته یې کابل ښار د کمپنی څلورلارې، په اتحاد سوداګریز مارکېټ کې موقعیت لري، د لاندې بیو له مخې، د قراردادونو د قانون له حکمونو سره سم په قرارداد ورکړي.
چې حد اقل قیمت یې (2459160 ) دوه میلیونه څلور سوه نهه پنځوس زره یو سل او شپېته افغانۍ دی، او حد اکثر قیمت یې (3278880 )درې میلیونه دوه سوه اته اویا زره اته سوه اتیا افغانۍ دی.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
