د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ د کوتل خون سړک جوړولو پروژه، چې (۲۰۰) کیلومتره اوږدوالی لري، د لومړۍ برخې ۳۰ کیلومتره د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

kalim_admin
 پروژه اعمار سرک کوتل خون ولسوالی اجرستان ولایت غزنى بطول 200 كيلومتر لات اول 30 کیلومتر

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅود غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ د کوتل خون سړک جوړولو پروژه، چې (۲۰۰) کیلومتره اوږدوالی لري، د لومړۍ برخې ۳۰ کیلومتره د داوطلبی په پروسه کې ګدون وکړي او د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو کاپي د دې وزارت د ساختماني چارو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي. د شرطپاڼې شرايطو او تدارکاتو قانو او کړنلارې سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.

د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلور‌لارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري ترلاسه کړي.

د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (۲۲/۵/۱۴۰۴)  - (۱۰:۰۰)  بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول(9،600،000 افغانۍ دي.

د آفر پرانيستلو نېټه(۲۲/۵/۱۴۰۴) - ۱۰:۰۰ بجې له غرمې مخکې.

يادونه: که چيرې د روان کال (۲۲/۵/۱۴۰۴)  نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورځ کې ترسره کېږي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۱:۴۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د پکتیا ولایت اړوند ګردېز – کابل پر مسیر د ګارډرېلونو د نصب پروژې چارې د ګردېز – کابل له 0+000 کیلومتر څخه تر 601+13 کیلومتره پورې

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د پکتیا ولایت اړوند ګردېز – کابل پر مسیر د ګارډرېلونو د نصب پروژې چارې د ګردېز – . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژه سازۍ ریاست د اړتیا وړ دوه (۲) سیټه مکمل الاسباب کمپیوټري DGPS وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژه سازۍ ریاست د اړتیا وړ دوه (۲) سیټه مکمل الاسباب کمپیوټري  DGPS وسایلو د تدارک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د پرانستې ملي داوطلبۍ له لارې د عوایدو ریاست اړوندو ایجابي چارو د نصب او تنظیم په ګډون د۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطلق مؤجل بیعې پر اساس د هرات - اسلام قلعه د ټولپلازا د اړتیا وړ ۶۷ قلمه برقي وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژه

  ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د پرانستې ملي داوطلبۍ له لارې د عوایدو ریاست اړوندو ایجابي چارو د نصب او تنظیم په ګډون د۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مطلق . . .

Back to tenders